Accessibility links

Breaking News

د متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د اختلاف وړ موضوعات


د متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران د روغبړ پر وخت
د متحده ایالاتو او روسیې ولسمشران د روغبړ پر وخت

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې په وخت ولسمشر جو بایډن وویل په ډیرو موضوعوګانو پدې هدف بحث وشو چې د روسیې او متحده ایالاتو ترمنځ «ثابتې او د اټکل وړ» اړیکې پراخې شي.

د وسلو د کنټرول په ګډون ستراتیژیک ثبات ددې جملې څخه و. په خبري کنفرانس کې ولسمشر بایډن د روسیې تصمیم ته هرکلی ووایه چې د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک ثبات دیالوګ په پیل کولو کې برخه اخلي. ددغه دیالوګ له لارې متحده ایالات او روسیه هڅه کوي چې د راتلونکي وسلو د کنترول او د خطر د کچې د راکمولو لپاره اساسي کار پیل شي.

بله مسله چې ډیرې خبرې پرې وشوې سایبری امنیت و چې د روسیې د بهرنيو استخباراتو د خدماتو له خوا په بادي بریښنا باندې د برید وروسته وشوې: کوم برید چې د نؤۍ په ګوټ ګوټ کې یې په سلګونو کمپیوټرونو اغیز کړی و، او همداشان د باج اخیستونکو سافت ویرونو د بریدونو لړۍ چې د روسیې نه سرچینه اخلي. ولسمشر بایډن وویل، «مونږ موافقه وکړه چې په خپلو هیوادونو کې کارپوهان وګمارو چې [د سایبري مداخلو] د حدودو په اړه په ځانګړي پوهاوي کار وکړي او هغه ځانګړي مسایل وڅیړي چې زمونږ په هر یو...هیوادونو څخه سرچینه اخلي.»

د متحده ایالاتو او روسیې لپاره په دې اړتیا چې د سوریې په میلیونونو اړو وګړو ته د بشري مرستو له رسیدو څخه مطمین شي هم خبرې وشوې، همداشان د افغانستان څخه د زیږنده تروریزم په مخنیوي کې د روسیې او متحده ایالاتو د دواړو د همکارۍ په امکان خبرې وشوې. بل پدې فوکس وشو چې د ایران رژیم هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي.

ولسمشر بایډن د ولسمشر پوتین سره یوه چلنج کوونکې موضوع یاده کړه چې په کې «د اوکراین ارضي تمامیت او د خاورې بشپړتیا ته د متحده ایالاتو ټینګې ژمنې» یې په ډاګه کړې.

هغه همداشان ولسمشر پوتین ته وویل چې «بشري حقونه به تل د میز په سر [د خبرو موضوع] وي...ښاغلي بایډن زیاته کړه، دا پدې هکله دي چې مونږ څوک یو.»

ولسمشر بایډن د اپوزیسیون د بندي شوي مشر الکسي ناوالني قضیه هم مطرح کړه او خبریالانو ته یې وویل چې ولسمشر پوتین ته یې روښانه کړې چې که ناوالني په زندان کې مړ شي «ددې عواقب به د روسیې لپاره ویجاړونکي وي.» هغه همداشان د کرملین له خوا د امریکا خبري شبکې رایو ازادې اروپا/ رادیو ازادۍ ازارول مسله یاده کړه او ولسمشر پوتین ته یې په ټینګار د «ازادو رسنیو اهمیت او د بیان ازادۍ» جوته کړه.

ولسمشر بایډن وویل د څو ساعته غونډې فضا «مثبته» وه. هغه وویل هغه څه یې وکړل چې باید کړی وای: هغه ساحې تشخیص شوې چیرته چې زمونږ دواړه هیوادونه په کې زمونږ دوه اړخیز علایق او د نړۍ ګټې په کې پرمختګ کوي؛ په مستقیمه خبرې چې متحده ایالات به هغه وخت غبرګون ښیي کله چې زمونږ حیاتي علایق وګواښل شي؛ او په څرګنده زمونږ د هیواد ارزښتونه روښانه شول.

«ولسمشر بایډن وویل: «زیات کار په مخ کې دی،» خو «اوس مونږ روښانه اساس کښیښود چې څنګه مونږ د روسیې او د متحده ایالاتو-روسیې د اړیکو سره معامله کولای شو.»

XS
SM
MD
LG