Accessibility links

Breaking News

خبریالان مخ په زیاتیدونکې توګه تر محاصرې لاندې دي


تېر کال ۶۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، په داسې حال کې چې د نړۍ په ۳۰ هېوادونو کې شاوخوا ۵۷۰ خبریال بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ د وضعیت په اړه خبریالانو ته د وینا پر مهال وویل چې "په ټوله نړۍ کې خبریالان مخ په زیاتیدونکي توګه تر محاصرې لاندې دي ... په مختلفو لارو." دغه حقیقت په روسیه کې د وال سټریټ ژورنال د خبریال ایوان ګیرشکوویچ په توقیف سره په خورا قوي ډول په ډاګه شو:

"موږ د روسیې په قضیه کې یو هیواد لرو چې د نړۍ د یو څو نورو هیوادونو په څیر په غلط ډول خلک توقیف کوي، د هغوی څخه [د شطرنج] د سیاسي پیادو په توګه کار اخلي، هغوی د نفوذ د وسیلې په توګه داسې کاروي چې بالکل د منلو وړ ندي او دا چې موږ په پراخه کچه ددې دواړو د مخنیوي هڅه کوو- خو په ورته وخت کې د هغو کسانو خوشې کولو لپاره هم هڅه کوو چې په ناحقه توقیف شوي دي."

د واشنګټن پوسټ د کالم لیکونکي ډیویډ ایګنیټیس په وینا، تیر کال ۶۷ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي، په داسې حال کې چې شاوخوا ۵۷۰ نور د نړۍ په ۳۰ هیوادونو کې په زندانونو کې پراته دي.

متحده ایالات د هغو ډلو په وړاندې له مختلفو لارو چارو کار اخلي چې له ژورنالیستانو سره ناوړه چلند کوي. یو له دوی څخه د رابرټ لیونسن د یرغمل نیولو او یرغمل نیونې د حساب ورکونې قانون دی، کوم چې پرهغو کسانو بندیزونه لګوي چې په غیر قانوني یا غلط ډول د متحده ایالاتو اتباع په بهر کې توقیف کوي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل "د لیونسن قانون یوه مهمه وسیله ده." هغه زیاته کړه، "دا موږ ته متفاوت او نوی قوت راکوي چې هڅه وکړو د هغو کسانو مخه ونیسو چې په مستقیم ډول د ژورنالیستانو په توقیف کې یا په غلط ډول زموږ د اتباعو په توقیف کې ښکیل دي. پدې کې د سفر بندیز، د شتمنیو کنګل کولو په څیر شیان شامل دي ... زموږ هیله دا ده چې د دې کار په پلي کولو سره، موږ وکولی شو په هغو کسانو باندې یو ښه اغیزه ولرو څوک چې په دې کړنو کې ښکیل وي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "متحده ایالات هڅه کوي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خبریالانو سره د مرستې لپاره مبارزه وکړي، کوم چې په یو ډول یا بل ډول د ګواښ، جبر، تعذیب، تعقیب او څارنې سره مخ دي. پدې کې پانګې شاملې دي چې ژورنالیستانو ته ټیکنالوژي چمتو کړي تر حو د ناوړه قضایو په وړاندې د ځان دفاع وکړي، بل د ژورنالیستانو سره مرسته کوي چې د دولتونو لخوا د ډار او جبر څخه ځان وساتي.

هغه زیاته کړه: "موږ د خپلواکو رسنيو لپاره د رسنيو د ازادۍ صندوق سره لسګونه ميليونه ډالره مرسته کوو، تر څو د هغوى ظرفيت پياوړى شي، چې په ډېرو سختو ځايونو کې هم خپل کار ته دوام ورکړي."

ښاغلي بلینکن وویل، دا ډیره مهمه ده چې "موږ له هغو خلکو سره ګډ کار کوو چې په دې نړۍ کې خورا مهم مسؤلیتونه ورپه غاړه دي، او هغه دا چې له حکومتونو او ادارو سره حساب کتاب وشي او شفافیت رامنځته شي ترڅو خلک وتوانیږي پر خپلو چارواکو او ادارو باندې باور وکړي."

XS
SM
MD
LG