Accessibility links

Breaking News

د بهرنۍ پالیسۍ نه د اقلیم د بدلون په مبارزه کې کار اخیستل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا متحده ایالات د نورو هیوادونو سره مرستې کوي چې په خپلو هیوادونو کې د [ګازو] خپریدل کم کړي او د اقلیم بدلون ته ځان عیار کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي کله چې د اقلیم د بدلون د مبارزې خبره راځي، «مونږ د هر هیواد، سوداګرۍ او ټولنې سره کار کوو چې د ګازونو د خپریدو په مخنیوي او د تحلیلي ظرفیت د لوړولو په لاره کې ښه والی ترلاسه کړي.»

د امریکا متحده ایالات د هیوادونو سره مرستې کوي چې په خپلو هیوادونو کې د [ګازو] خپریدل راکم کړي او د اقلیم بدلون ته ځان عیار کړي.

«مونږ به یو داسې ماډل په ډاګه کړو چې نور هیوادونه به وغواړي ورسره شریک شي او تعقیب یې کړي.»

وزیر بلینکن وویل. «لومړی به مونږ د اقلیم د بدلون کړکیچ د خپلې بهرنۍ او ملي امنیت پالیسۍ په مرکز کې ځای کړو.»

«دا پدې معنی چې پدې کار کول چې څنګه به هر دوه اړخیز او څو اړخیز مشغولیت – د پالیسۍ هر تصمیم – زمونږ پر اهدافو چې نړۍ امن او پایښت کوونکې لاره غوره کړي، اغیز ولري.»

«دوهم، پداسې حال کې چې نور هیوادونه ګام پورته کوي، د بهرنیو چارو وزارت به منابع، اداري پوهه، زمونږ د ټول حکومت د هرې برخې، خصوصي سکتور، غیر دولتي موسسو او د څیړنیزو پوهنتونونو تخنیکي مهارتونه وهڅوي چې له هغو سره مرسته وکړي.»

«دریم، مونږ به د اقلیم د بدلون په وجه د سختو ځپل شویو هیوادونو سره په مرستو ټینګار وکړو چې اکثر یې منابع او ظرفیتونه نلري چې د هغې [د اقلیم د بدلون] بې ثباته کوونکو اغیزو ځواب ووایي.»

«څلورم، زمونږ سفارتونه به په سیمه کې د چارو مشري وکړي،»

«دوی همدا اوس – د حکومتونو سره مرسته کوي چې د اقلیم پر وړاندې ځیرکې پالیسۍ پداسې حال کې چې د امریکا د عامه او خصوصي سکتورونو د ځانګړي ظرفیوتونو د راجلبولو لارې چارې لټوي، جوړې او پلي کړي،»

پنځم، مونږ به هیڅ ډول هڅه دریغ نکړو چې د امریکا د پاکې انرژۍ نوښتونه لا هم په نړیوال مارکیټ کې سیالي وکړي.

او شپږم، «زمونږ دپلوماتان به د هیوادونو هغه کړنې وننګوي چې د چا عمل - او نه عمل – نړۍ بیرته شا ته بیایي.»

«کله چې هیوادونه د خپلې انرژۍ د یوې مهمې برخې لپاره د ډبرو په سکرو تکیه کوي، او یا د ډبرو د سکرو په نویو کارخانو پانګونه کوي او یا په پراخه کچه د ځنګلونو وهلو ته اجازه ورکوي، هغوی به د امریکا د متحده ایالاتو او زمونږ د شریکانو اواز واوري چې دغه اعمال څومره مضر دي.»

او بالاخره، هر کله چې ممکن وي، مونږ به پدغو موضوعګانو د خپلو متحدینو، شریکانو او څو اړخیزو تاسیساتو سره وګړیږو.

وزیر بلینکن وویل، «دا د اقلیم د بدلون په اړه د امریکایي مشرتابه کړنلاره ده. د حکومت، خصوصي سکتور، ټولنو او سازمانونو نوښتونه سره یو ځای کوي.»

«د اقلیم د بدلون کړکیچ چې مونږ ورسره مخامخ یو، ژور دی. که په وړاندې یې مبارزه ونشي عواقب به یې خورا سخت وي. خو کچیرې مونږ د خپل مثال په قوت باندې پرمخ ولاړ شو – که مونږ خپله بهرنۍ پالیسي نه یواځې ددې لپاره وکاروو چې نور هیوادونه اړینو بدلونونو باندې عمل وکړي، بلکې ددې بدلونو په پلي کولو کې امریکا خپله شریکه کړي – مونږ کولای شو چې د یو نسل دغه ستر بدلون د څو راتلونکو نسلونو لپاره په ستر فرصت واړوو.»

XS
SM
MD
LG