د سپتمبر په میاشت کې د کوریا دیموکراتیک جمهوریت د توغندیو یو لړ ازموینې وکړلې چې ددې هیواد په ختیځ ساحل کې د بالیستیک توغندیو ازمویل په تیرو شپږو میاشتو کې د پیونګ یانګ د توغندیو لومړنۍ ازموینه وه.
متحده ایالاتو د توغندیو دغه توغول وغندل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل ، "د توغندیو دغه ازموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو څخه سرغړونه ده او موږ پوهیږو چې دا د کوریا دیموکراتیک جمهوریت ګاونډیو او د نړیوالې ټولنې نورو غړو ته ګواښ دی."
د پنټاګون ویاند جان کربي اعلان وکړ، "دا فعالیتونه د کوریا دیموکراتیک جمهوریت د ناقانونه وسلو د پروګرام د بې ثباته کولو اغیزې په ګوته کوي،" او هغه د کوریا جمهوریت او د جاپان د دفاع لپاره د متحده ایالاتو "اوسپنیزه ژمنه" تکرار کړه.
د متحده ایالاتو او د کوریا دیموکراتیک جمهوریت ترمینځ اټومي خبرې اترې له ۲۰۱۹ راهیسې ځنډیدلي، خو د بایډن ادارې د دغو خبرو د بیا ژوندي کولو هیله څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس وویل، "موږ دې اصل ته ژمن یو چې ډیالوګ به موږ ته اجازه راکړي چې خپل نهایي هدف تعقیب کړو او دا خورا ساده کار دی، د کوریا ټاپووزمې غیر اټومي کول. موږ د کوریا دیموکراتیک جمهوریت په وړاندې هیڅ ډول دښمنانه نیت نلرو،" هغه اعلان وکړ، "هغه څه چې موږ یې کول غواړو، هغه متحده ایالاتو، په سیمه کې زموږ متحدینو ته د ګواښ کمول دي چې پدې کې د کوریا جمهوریت او جاپان هم شامل دي، او موږ فکر کوو موږ دا کار د ډیپلوماسۍ له لارې کولی شو."
د متحده ایالاتو او د سیمې هیوادونو ترمینځ په وروستیو ډیپلوماتیکو فعالیتونو کې زیاتوالی راغلی چې اجنډا یې شمالي کوریا ده. د سپتمبر په نیمایي کې د کوریا دیموکراتیک جمهوریت لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي سنګ کیم توکیو ته سفر وکړ او د جاپان او کوریا جمهوریت لوړ پوړو چارواکو سره یې ولیدل چې د نورو مسلو سربیره د کوریا دیموکراتیک جمهوریت فعالیتونو په اړه بحث وکړي. د چین د خلکو جمهوریت او د کوریا جمهوریت د بهرنیو چارو وزیرانو هم څو ورځې وروسته له هغې چې د کوریا دیموکراتیک جمهوریت د خپل اوږد واټن کروز توغندي ازموینه وکړه په سیول کې سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس دغو غونډو ته د ښکیلتیا او ډیپلوماسۍ د مهمې برخې په توګه اشاره وکړه چې متحده ایالات باور لري دا به د متحده ایالاتو او د سیمې د هیوادونو ګډ هدف ته لار هواره کړي: "د کوریا ټاپووزمې د بې وسلې کولو په لور د پام وړ پرمختګ."