Accessibility links

Breaking News

روسیه او چین د ایران په ضد د ملګرو ملتونو د اقدام مخه نیسي

د ایران، روسیې او چین بیرغونه
د ایران، روسیې او چین بیرغونه

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي مایک والتز ویلي دي چې روسیه او چین د ایران له رژیم سره د خپلې همکارۍ د یوې برخې په توګه د ملګرو ملتونو د کار مخه نیسي.

د ۲۰۲۵ د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د امنیت شورا د ایران په اړه د امنیت شورا د شپږو مخکنیو ځنډول شویو پرېکړه لیکونو د بیا احیا لپاره رایه ورکړه.

سفیر والتز وویل دا په دې مانا ده چې «د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه باید د ایران په ضد د وسلو بندیز عملي کړي، د میزایلو د تکنالوژۍ تجارت او انتقال بند کړي، د ملګرو ملتونو د سختو بندیزونو مطابق، چې تر ۲۰۱۵ مخکې تطبیق شوي وو او اوس بیا احیا شوي، اړوند مالي تاسیسات کنګل کړي.»

«د ملګرو ملتونو مقررات چې بیا به پلي شي... د ایران د اتومي پروګرامونو، میزایلو او دودیزو وسلو څخه د متوجه ګواښ او د ترهګرۍ سره د ایران د روان حمایت د مخنیوي په برخه کې محدود دي.»

سفیر والتز اعلان وکړ چې «ایران د دغو عواقبو د مخنیوي لپاره ښه فرصت درلوده.» والتز وویل: « فرانسې بریتانیا او جرمني د تش په نوم ماشي میکانیزم د غځولو وړاندیز وکړ، خو که ایران د خپلو ډېرو غني شویو یورانیمو په اړه مسئول ګڼل شوی وای؛ که ایران د [اتومي انرژۍ د سازمان] مکلفیتونو سره چې [د اتومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي تړون] په اساس حتمي وو، مطابقت کړای وای او که ایران له متحدو ایالتونو سره مستقیمه دیپلوماسي بیا پیل کړې وای. دا ټول انتخابونه د ښه نیت له مخې ایران ته وړاندې شوي وو، چې ټول یې رد کړل شول.»

ایران سرکښ پاتې شو. د اتومي انرژۍ د عمومي مشر تازه راپور بیا تاکید کړه چې ایران په نړۍ کې یوازیني دولت دی چې اتومي وسلې نه لري خو ۶۰ فیصده یورانیم یې تولید او غني کړي. په همدغه راپور کې ویل شوي دي چې ایران اته میاشتې د اتومي انرژۍ سازمان ته په تاسیساتو کې د ډېرو غني شویو یورانیمو د زېرمو او یا کمو اعلان شویو یورانیمو د زېرمو، چې د ۲۰۲۵ د جون په میاشت کې په پوځي بریدونو کې زیانمن شول، په اړه د تازه معلوماتو له ورکولو ډډه کوله.

سفیر والتز وویل: «حقیقت دا دی چې روسیه او چین... غواړي خپل شریک ایران خوندي کړي او دفاعي همکاري، چې اوس یو ځل بیا منعه شوې ده، روانه وساتي.»

دواړو هېوادونو د پوځي تجارت روابط ثابت ساتلي. په ۲۰۲۲ کې روسیې، د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک څخه، چې د ایران په اتومي وسلو او دودیزو وسلو په فعالیت محدود زماني بندیزونه لګولي، سرغړونه وکړه او د ایراني بي پیلوټه الوتکو پېرودل یې پیل کړل. روسیې همدغه رازد ۱۹۲۹پرېکړه لیک څخه، چې پر اساس یي د رژیم د اتومي پروګرام په ضد نور بندیزونه هم لګوي، په سرغړونې سره له ایران څخه لنډ واټن وېشتونکي میزایل ترلاسه کړل او د همدې کال په سر کې یې ایران ته جنګي څرخي الوتکې ورکړې.

سفیر والتز یادوونه وکړه «دا ټول په داسې حال کې کېږي چې ایران د بندیزونو لېرې کول، په سیمې کې په ولسي خلکو باندې د بالستیک میزایلو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه، په خلج کې په ولسي انتقالاتو بریدونه او د هرمز په تنګي کې ګډوډي روانه ساتلي.»

د روسیې او چین له لوري د خنډونو له جوړولو سره سره متحده ایالتونه به کار کوي چې مطمین شي ایران نور ونه توانیږي په خپلو میزایلو، بې پیلوټه الوتکو او اتومي پرګرام سره نړۍ یرغمله کړي.

XS
SM
MD
LG