Accessibility links

Breaking News

د وېنزویلا او کیوبا د راتلونکې په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

د جنورۍ په میاشت کې د امریکا وسله والو ځواکونو «د قاطع هوډ» په عملیاتو کې د یو لوی کارتل پاچاهي ړنګه کړه او نیکولاس مادورو یې عدالت ته راکش کړ. ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د امریکا سپر په سرمشریزې کې په خپلو څرګندونو کې وویل: «د عملیاتو له پیل راهېسې، موږ د وېنزویلا له نوې ولسمشرې دیلسي رودریګوز سره نژدې کار کوو، هغه له موږ سره ښه کار کوي.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې وېنزویلا یو ځل بیا د پام وړ اندازه تیل تولیدوي. «هغوی اوس دومره ډېرې پېسې ګټې چې د خپل هېواد په تاریخ کې یې نه وې ګټلې... او دا په مناسب ډول مصرفېږي» چې ګټه یې د وېنزویلا خلکو ته رسي. نتیجه دا ده چې متحده ایالتونه اوس د وېنزویلا حکومت په رسمیت پېژني.

ولسشمر ټرمپ وویل چې له وېنزویلا «سره یو تاریخي طلايي توافق ته هم رسېدلي یو». «دا وېنزویلا او متحدو ایالتونو ته اجازه ورکوي چې د وېنزویلا د سرو زرو او منرالونو د خرڅلاو د تسهیل لپاره ګډ کار وکړي.»

ولسمشر ټرمپ وویل: «په داسې حال کې چې په وېنزویلا کې یو تاریخي بدلون ترلاسه کوو، یو بل لوی بدلون ته هم سترګې په لار یو چې ژر به په کیوبا کې راشي.» «هغوی پېسې نه لري، هغوی تېل نه لري، هغوی یوه بده فلسفه لري، هغوی یو بد رژیم لري چې له ډېر وخته راهېسې بد کارونه کوي.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې د «کیوبا رژیم د خپل ژوند په ورستیو شېبو» کې دی. هغه وړاندوینه وکړه چې د کیوبا خلک به ژر «ډیر نوی او عالي ژوند» ولري.

ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ، «بنآ، په وېنزویلا او کیوبا کې باید دا حالتونه زموږ د نوي دوکتورین په اساس روښانه شي» «موږ به په نیمې کرې کې د غلیم بهرنی نفوذ پرېنږدو چې د پښې اېښودو ځای پیدا کړي. په دې کې د پاناما کانال هم راځي،» چې چین په کې خپلې ګټې ثابتې کړي.

هاغسې چې د ۲۰۲۵ د ملي امنیت په تګلارې کې یاده شوه، د لویدیځې نیمې کرې لپاره د ټرمپ د دغه دوکتورین هدف د مونرو د دوکتورین د اساساتو بیا اعاده او تطبیق دي، چې په لویدیځې نیمې کرې کې د امریکا سلطه بیا ټینګه کړي، زمونږ ټاټوبی مصونه وساتي او په سیمه کې عمده جغرافیايي موقعیتونو ته د متحدو ایالتونو لاسرسي خوندي کړي. په دې سربېره، متحده ایالتونه په دې لټه کې دی چې د نیمې کرې څخه د باندې سیالان د ځواک د استقرار، یا نورو ګواښوونکو وړتیاو د تر لاسه کولو او یا هم مالکیت یا حیاتي ستراتېژیکو شتمنیو ته د لاسرسي څخه محروم کړي.

ولسمشر ټرمپ د امریکا د سپر په سرمشریزې کې راټولو شویو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې «په ګډه موږ خپلې خپلواکۍ، خپل امنیت، خپلې ګرانې ازادۍ او استقلالیت ساتلای» شو.

XS
SM
MD
LG