د ایران بربري رژیم په تېرو ۴۷ کالونو کې د خپلو نیابتي ډلو په لاس او ډارنو بریدونو کې زرګونه امریکایان وژلي دي. د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پټ هګسیت په خپلو تازه څرګندونو کې وویل: «اوس د اتوم بمب ترلاسه کولو هڅه کوي چې نړۍ یرغمله کړي.»
وزیر هګسیت ژمنه وکړه چې ولسمشر ټرمپ به هېڅکله د اتوم بمب ترلاسه کولو دا سیالۍ پرېنږدي چې کامیابه شي. وزیر هګسیت وویل: «ملایان وارخطا او په تېښته دي. دوی لکه ډارن ترهګر، له ښوونځیو او روغتونونو څخه څخه میزایل توغوي، په قصدي ډول بې ګناه خلک په نښه کوي، ځکه پوهېږي چې پوځ یې په سیستماتیک ډول ختمېږي او له منځه ځي.»
وزیر هګسیت وویل چې د ایران ګاونډیانو او په ځینو پېښو کې یې په خلیج کې پخوانیو ایتلافیانو هغوی پرېښي دي. او د هغوی نیابتي ډلې -حزب الله، حوثیان او حماس- یا مات شوي، یا بې اغیزې شوې او یا ګوښه کړل شوي دي. ایران یوازې دی او په ډېر بد شکل یې بایلي.
لومړی هدف د ایران د میزایلو د سرګلولو، میزایل توغوونکي او د هغوی د جوړولو د ظرفیت ویجاړول دي.
دویم هدف د ایران د سمندري ځواک د وړتیا ویجاړول دي چې د هرمز تنګی د انتقالاتو په مخ خلاص پاتې شي.
او درېیم هدف دا دی چې د تل لپاره ایران لپاره له اتومي وسلو څخه محروم شي.
وزیر هګسیت ټېنګار وکړ چې متحده ایالتونه به تر هغه ارام نه کیني تر څو پورې چې دښمن په قاطع او بشپړ ډول مات کړی نه وي، «خو موږ دا کار د خپل مهالوېش او انتخاب په اساس» کوو.
په ایران کې دننه بریدونه زیات شوي دي. چې له کبله یې ایران ډېر کم میزایل توغولای شي.
تر ننه پورې د حماسي غضب په عملیاتو کې څه باندې ۵۰۰۰ اهداف په نښه شوي دي. د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز ډن کاین وویل: «د متحدو ایالتونو ستراتیژیکې قوماندې بمب غورځوونکو په دې وروستیو کې په جنوبي برخې کې د ځمکې په ژورو کې د میزایلو په توغوونکو باندې د ۲۰۰۰ پونډو لسګونه بمونه غورځولي دي.» «موږ همدغه راز د یو طرفه الوتکې یو شمېر فابریکې په نښه کړې، چې د هغوی د خودمختارۍ زړه ته ځان ورسوو.»
جنرال کین وویل چې د عملیاتو له پیل راهېسې د بالستیک توغندیو بریدونه ۹۰ فیصده کم شوي او د یو طرفه ډرون الوتکو بریدونه څه باندې ۸۰ فیصده کم شوي دي.
د ایران د سمندري ځواک د ویجاړولو په اړه هم پام وړ پرمختګ شوی دی. د ایران د سمندري ځواک څه باندې ۵۰ کښتۍ چې د توپخانې، جنګیالیو، بم غورځوونکو او سمندر څخه د میزایل توغوونکو ترکیب یې لره، له منځه تللي دي.
وزیر هګسیت وویل چې د متحدو ایالتونو پوځ یې «په قاطع ډول، وحشتناک اغیز، بشپړ هوايي تسلط لرلو سره او زموږ د مهالوېش په اساس، د ولسمشر د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په نه ماتېدونکې ارادې سره یې ګټي.»