Accessibility links

Breaking News

متحده ایالتونه د حزب الله په شړلو کې د لبنان حمایت کوي

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی میک والتز
په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی میک والتز

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازی میک والتز وايي چې متحده ایالتونه په اسرائيل باندې د حزب الله، چې د ایران رژیم پخوانۍ نیابتي ډله ده، بریدونه غندي. نوموړي چې د امنیت په شورا کې خبرې کولې وویل: «حزب الله یو ځل بیا څرګنده کړه چې نه د لبنان د خلکو استازیتوب او نه یې هم دفاع کوي.»

«دا د ایران د رژیم د ګټو دفاع کوي. تر نیابتي ډلې وراخوا بل هېڅ هم نه ده، د لبنان لپاره یو څرګند خنډ دی او نه یې پرېږدي چې یو سوله ایز، باثباته او فعال دولت وي. هغه څه چې فکر کوم مونږ ټول یې غواړو ووینو او ویې هڅوو. موږ د اسرائيل مشروع امنیتي ضرورتونه او د ایران د رژیم او حزب الله څخه، چې د یوې سکې دوه مخونه دي، د ځان د دفاع حق پېژنو.»

سفیر والتز وویل: «کوم هېواد په مشروع ډول دا خبره کولای شي چې له لسېزو راهېسې د ایران د نفوذ له کبله غوره او باثباته دی. یمن؟ نه. لبنان؟ نه. سوریه؟ په هېڅ صورت نه. عراق؟ نه. دوی ټول غواړي چې له دغه سرطان څخه، چې له لسیزو راهېسې خپور شوی، ځان خلاص کړي، د بې ثباتۍ او کړکیچ له دې رنځ څخه.»

له نیکه مرغه، متحده ایالتونه زړور اقدام کوي چې نړۍ د ایران د مضر نفوذ څخه خلاصه کړي.

متحده ایالتونه د مارچ په دویمه د لبنان د وزیرانو د شورا د هغې تاریخي پرېکړې هرکلی کوي چې د حزب الله د پوځي او سیاسي فعالیتونو سمدستي بندېدل غواړي. هماغسې چې د لبنان حکومت څرګند کړی، د حزب الله فعالیتونه د لبنان د اکثریت خلکو اراده له پامه غورځوي.

«د لبنان امنیتي څانګې باید دا تګلاره پلې کړې او سرغړوونکي یې تعقیب کړي. اوس د لبنان د حکومت وخت دی چی د خپل هېواد بشپړ کنترول بېرته ترلاسه کړي. متحده ایالتونه په جدي توګه د دې هڅې او ماموریت ننګه کوي. موږ په لبنان کې خپل ملګري هڅوو چې دا فرصت له لاسه ورنه کړي. زموږ پیغام څرګند دی: خپل هېواد بېرته ترلاسه کړئ.»

متحده ایالتونه همدغه راز د لبنان د حکومت هغه اقدام ستايي چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه یې وشړل، هغوی له لسېزو راهېسې د لبنان حاکمیت کمزوری کړی و او پدې هیواد او ټولې نړۍ کې یې د حزب الله د ترهګریزو پلانونو لپاره وسلې او پېسې برابرولې.

سفیر والتز ټېنګار وکړ چې «نړۍ اوس باید د لبنان د قلمرو په هر انچ کې د حاکمیت د تطبیق په برخه کې د لبنان سره پدې هڅو کې شریک شي.»

متحده ایالتونه سلګونه زره بې ځایه شویو لبنانیانو ته عاجلې او حیاتي بشري مرستې برابروي. متحدو ایالتونو له ۲۰۱۲ کال راهېسې د لبنان د حمایت لپاره څه باندې ۴.۴ میلیارد ډالر بشري مرسته برابره کړې ده.

سفیر والتز وویل: «د وړاندې تګ لاره نړیواله ټولنه هم رانغاړي چې باید د قلمرو د حاکمیت د تطبیق او دولتي واک د بېرته اعادې لپاره د لبنان قوي ملا وتړي.»

«موږ به په لبنان کې د دوامداره سولې او امنیت لپاره له شریکانو سره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

XS
SM
MD
LG