Accessibility links

Breaking News

اروپا ته د انرژۍ د جریان ډاډمن کول


د متحده ایالاتو حکومت د اوږدې مودې راهیسې اندیښنه لري چې د Nord Stream 2په نامه د ګازو نل لیکه [پایپ لاین] چې روسیه او جرمني سره نښلوي او د بالتیک بحیرې په تل کې غځول کیږي کیدای شي د اروپا د انرژۍ امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

ددې لپاره چې دغو خطرونو ته ځواب ووایي، جرمني په یو لړ اقداماتو (پکیچ-بنډل) موافقه کړې چې د اروپا د انرژۍ امنیت وساتل شي. «ددغه بنډل» په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی مقام وایي، «داسې جوړ شوی چې ددغو خطرونو د رامنځته کیدو اصلي ریښې علتونه ختم کړي، روسیه د انرژي څخه د جیو پولتیک او د اوکراین په څېر هېوادونو، چې د روسیې د ګازو او ترانزیت په فیسونو متکي دي،له اسیب پذیرۍ څخه د وسلې په توګه کار اخلي.»

اوکراین وخت او منابعو ته اړتیا لري چې د روسیې په انرژۍ باندې د اتکا نه خلاص شي. په همدې خاطر دي چې جرمني د یو ځانګړي استازي د ټاکلو ژمنه کړې چې د اوکراین سره د ۲۰۲۴ وروسته هم د روسیې د ګازو د ترانزیت تړون وساتل شي.

په عین وخت کې جرمني او متحده ایالاتو ددې لپاره چې اوکراین د روسیې د ګازو او د ترانزیتي لګښتونو د احتیاج نه خلاص شي د یو شمیر مقراراتو وړاندیز کړی دی.

لومړی، جرمني ژمنه کړې چې اوکراین ته یو میلیارد ډالر شین صندوق (پانګونه) جوړ او مدیریت کړي چې ددې هیواد سره د انرژۍ په ترانزیت او امنیت کې مرسته وشي. ددې صندوق هدف به دا وي چې د نوې (شنې) انرژۍ استعمال پراخ او ترویج شي؛ د هایروجن پرمختیا ته زمینه برابره کړي؛ د انرژۍ اغیزمنتیا زیاته شي؛ او د کاربن استعمال راکم کړای شي.

دوهم، جرمني د ۶۰ میلیون یورو اضافي ورکړې ژمنه کړې چې د انرژۍ د برعکس جریان ساتنه، د بریښنا شبکې په بشپړونې کې مرسته، د مهمو زیربنایي چارو لپاره د انټرنیټي چارو ظرفیت لوړول او د اوکراین د انرژۍ سکتور د نوي کولو او اصلاح کولو په چارو کې مرسته په کې شامل دي تر څو د اوکراین د انرژۍ امنیت وساتل شي.

درېیم، د Nord Stream 2 په نامه د ګازو نل لیکې د ناوړه اغیزو په رڼا کې چې اروپایي ټولنې د ختیځو او مرکزي اروپا په غړو هیوادونو باندې یې اچوي، جرمني به همداشان د دریو هیوادونو د نوښت سره خپل اشتغال پراخ کړي چې ددغه نوښت اړوندو پروژو کې پانګونه وکړي.

څلورم، جرمني همداشان ژمنه کړې چې د اروپایي ټولنې د انرژۍ د مارکیټ دننه د تدارکاتو د امنیت او د تنوع د اساساتو ملاتړ وکړي.

دغه سنجشونه د جرمني مهمې ژمنې په ډاګه کوي چې متحده ایالات یې ملاتړ کوي، چې د روسیې د ناغیړنو کړنو مخنیوی وشي او د اوکراین اړ د ناټو او اروپایي ټولنې د سرحدي هیوادونو لپاره په راتلونکې کې په پوره امنه او دوامداره توګه انرژي تامین شي.

XS
SM
MD
LG