Accessibility links

Breaking News

د جندر اړوند تاوتریخوالي ضد ۱۶ ورځنی کمپاین 


Ekunanzweni kwe 16 Days Activism Against Gender Based Violence
Ekunanzweni kwe 16 Days Activism Against Gender Based Violence

د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستو ادارې د اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي د مختلفو بڼو پر وړاندې د مبارزې اهمیت په ډاګه کړی چې د ښځو د پرمختګ او بریاو پر وړتیا اغیز لري.

د نومبر ۲۵ د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې او د دسمبر په لسمه د بشري حقونو د ورځې د لمانځنې ترمنځ ۱۶ ورځې په ټولې نړۍ کې د جنسیت یا جندر اړوند تاوتریخوالي په وړاندې د پوهاوي د کمپاین لپاره ځانګړې شوي چې هر چیرته خلک وهڅول شي چې د جندر اړوند تاوتریخوالي په ضد بدلون راولي.

د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستو ادارې د مرستیال سرپرست جان بارسا وایي: «د ښځو سره تاوتریخوالی له سرحدونو او فرهنګونو اوښتی دی: له دریو نه یوه میرمن په خپل ژوند کې د جنسیت اړوند تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي. متاسفانه د کروناویروس د وبا په ترڅ کې دغه شمیرې نورې هم لوړې شوي.» هغه وایي: «د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستو ادرې شریکانو پداسې حال کې چې محدودیتونو معشیت ګډوډ او خوراکي توکیو او اجناسو ته لاسرسی مشکل کړی د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدل لیدلي دي.»

د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستو ادارې ادارې د اوږدې مودې راهیسې د تاوتریخوالي د مختلفو بڼو پر وړاندې د مبارزې اهمیت په ډاګه کړی چې د ښځو د پرمختګ او بریاو پر وړتیا اغیز لري.

سرپرست مرستیال رئیس بارسا وویل: «د جمهور رئیس ټرمپ په حکومت کې د نړیوالې پرمختیا لپاره د امریکا د مرستو ادارې د غیر دولتي موسسو، د ښځو له ډلو، د خصوصي سکتور له شرکتونو او حکومتي تاسیساتو سره خپل شراکت پراخ کړ چې ګټور پروګرامونه پلي شي چې پوهاوی زیات شي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مضرو فشارونو مخنیوی وشي.»

د مثال په توګه، د ښځو، سولې او امنیت په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ له مخې پروګرامونه کار کوي چې ددې ادارې د پرمختیایي او بشري مرستو د هڅو په نتیجه کې ښځې او نجونې له تاوتریخوالي، استثمار او سواستفادې څخه وساتل شي. د ۲۰۱۷ کال راهیسې یو اس ایډ ۷۰۰۰۰ ښځو ته زمینه برابره کړه چې د سولې راوستلو په پروسه کې ونډه واخلي او د جنسیت اړوند تاوتریخوالي څخه د ژغورل شویو څه دپاسه شپږ میلیون کسانو سره یې غمخواري، روحي ملاتړ، قانوني او اقتصادي مرستې کړي دي.

خو دا یوه اوږده او ستونزمنه مبارزه ده. او دا ځکه چې د جنسیت په اساس تاوتریخوالی په ځنو ټولنو کې تر ډیره نورمال بریښي: په نتیجه کې ټولنه او حکومت ناکام شوي چې د ښځو او نجونو د بشري حقونه وپیژنې او ارزښت ورته قایل شي. په همدې خاطر دي چې د جنسیت په اساس د تاوتریخوالي ضد ۱۶ ورځنی کمپاین خورا مهم دی چې دغه ډول تاوتریخوالی نابود شي. دا پر دغه کړاو او هغو پالیسو او کړنو رڼا اچوي چې ددې کار موجودیت ته اجازه ورکوي.

سرپرست مرستیال رئیس بارسا وویل: «مونږ ټول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یو رول لرو چې ترسره یې کړو؛ په اشخاصو، کورنیو او ټولنو باندې ددې کار مضرې اغیزې راکمې کړو؛ او د ټولو کسانو حقوق ترویج کړو،» هغه زیاته کړه: «ددغو ۱۶ ورځو په ترڅ کې او هره ورځ، د امریکا پرمختیایي نړیواله اداره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو او نجونو د عزت او ابرو ساتنې لپاره په متحده توګه ولاړه ده.»

XS
SM
MD
LG