دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۱ مه په لسګونو زره کیوبایان سړکونو ته راووتل چې د حکومت پر ضد د درملو، سونګ موادو او خوراکي موادو د کمښت او همدا راز د لسیزو راهیسې د دوی د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو په خاطر اعتراض وکړي.
امنیتي ځواکونو په اوښکې بهونکي ګاز او وهلو ټکولو غبرګون وښود. په زرګونو کسان نیول شوي چې پکې د بشري حقونو مشهور فعالان، هنرمندان او مذهبي مشران شامل دي.
ډیرو نیول شویو کسانو په زندان کې د ظالمانه او سپکاوي ډک چلند راپور ورکړی. د جوس ډینیل فیرر ګارسیا قضیه یې یو مثال دی. [د متحده ایالاتو] د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د وروستي راپور له مخې، نوموړی د هغه د نیول کیدو د وخت راهیسې په یوه خونه کې بندي کړای شوی چې کړکۍ نلري او هوا یې نه تصفیه کیږي. دا کوټه همداشان د تیر کال په اوږدو کې د ورځې ۲۴ ساعته روښانه وه.
زنداني شوي هنرمند لوئس مانویل اوټیرو السانټارا په دې وروستیو کې په میامي هیرالډ ورځپاڼه کې یو لیک خپور کړ چې سرلیک یې دی "د کیوبا چارواکو زما ځواني یوازې زما د فکر په ډاګه کولو لپاره غلا کړې." هغه لیکلي، "نن د کیوبا هر ځوان سیاسي زنداني دی. سانسور شوی هنرمند. د کیوبا دننه او بهر جلاوطنه."
هغه ویلي، "ټول هغه څه چې مونږ کړي، د خپل سیاسي راتلونکي د ټاکلو او د خپل فکر د ویلو د حق غوښتل و."
هغه په پای کې ویلي: "هیڅوک باید د داسې عادلانه هدف لپاره خپله ځواني له لاسه ورنکړي."
السانتارا د جون په ۶ د لوږې او تندې اعتصاب پیل کړ، او د کیوبایې فعالې او د السانتارا د ملګرې، کلاوډیا ګینلوي په وینا، د هغه وخت راهیسې هیچا د هغه په اړه څه ندي اوریدلي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر په یوه اعلامیه کې وویل: "نړۍ به هغه کسان هیر نکړي چې په زړورتیا سره یې خپل غږ د سخت جبر په مقابل کې اوچت کړی". هغه زیاته کړې، "د کیوبا په زندانونو کې د ۷۰۰ څخه ډیر کسان شته چې د بند په سزا محکوم شوي او د بیان د ازادۍ او سوله ییزې غونډې په خاطر تر ۲۵ کلونو پورې زنداني شوي."
د متحده ایالاتو حکومت پر شمیر هغو کسانو او ادارو باندې څو ځلې بندیزونه او د ویزې محدودیتونه وضع کړي دي چې د جولای د ۱۱ د لاریون کوونکو پر وړاندې د سخت چلند په ګډون د بشري حقونو په سرغړونو کې دخیل دي. د بهرنیو چارو ویاند میلر وویل، متحده ایالاتو "د غیر عادلانه توقیف شویو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي او له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د کیوبا له حکومت څخه د سلګونو زده کوونکو، ژورنالیستانو، هنرمندانو، ځوانانو او نورو کسانو د خوشې کولو په غوښتنه کې چې په ناحقه زنداني شوي له موږ سره یوځای شي."