Accessibility links

Breaking News

د عراق لپاره د ښې راتلونکې په لور


د متحده ایالاتو او عراق ترمینځ راتلونکو اړیکو ته په پام سره، دواړو هیوادونو د ۲۰۲۰ کال په جون کې په لوړه کچه د ستراتیژیکو خبرو اترو لړۍ پیل کړه.

تر ټولو تازه غونډې د عراق سره د متحده ایالاتو د ملاتړ پراخ انځور څرګند کړ. دواړو هیوادونو د ډیرو کلونو لپاره په ګډه کار کړی ترڅو د عراق او د خلکو په وړاندې یې د ګواښونو په ځانګړي توګه د داعش ترهګرو له خوا د بریدونو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "خو زه فکر کوم هغه څه چې نن څرګندیږي دا دي چې د متحده ایالاتو او عراق ترمینځ ملګرتیا د داعش پر وړاندې د ګډې جګړې په پرتله خورا پراخه او ژوره ده. متحده ایالات ویاړي چې زموږ د وخت د ځینې خورا مهمو ننګونو په پوره کولو کې د عراق سره ملګرتیا کوي، که دا د COVID-19 وبا پر وړاندې مبارزه ده، د اقلیم بدلون سره مبارزه او که د نوي کیدونکي انرژۍ پانګوونې دي."

متحده ایالات به د طبي پرسونل لپاره روزنه او تجهیزات، او همدارنګه عراق ته د کروناویروس ۵سوه زره ډوزه واکسین ورکړي.

متحده ایالاتو پدې وروستیو کې په ټول عراق کې د سرپناه، روغتیایې پاملرنې، خواړو، اوبو او د حفظ الصحې خدماتو چمتو کولو لپاره ۱۵۵ ملیون ډالر اضافي بشري مرستې اعلان کړي.

متحده ایالاتو د عراق لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت ته د تخنیکي انتخاباتي مرستو لپاره ۹.۷ملیون ډالر هم ورکړي دي.

ښاغلي بلینکن وویل: "متحده ایالات ویاړي چې د اکتوبر په میاشت کې د عراق د ټولټاکنو، آزادو او عادلانه ټاکنو د ملاتړ لپاره د نړیوالو هڅو رهبري کوي، ترڅو د عراق خلک وکولی شي خپل غږ واوري او خپل مشران غوره کړي. له هرڅه دمخه، موږ د متقابل درناوي او دوه اړخیزو ګټو پراساس په ملګرتیا کې یوځای پرمخ ځو، او هغه کار چې موږ یې نن کوو دادی چې هغه پرمخ بوزو. "

XS
SM
MD
LG