Accessibility links

Breaking News

ټرمپ د امریکا د ساتنې لپاره 'اوسپنیز ګنبد' دفاعي سیستم اعلان کړ


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د امریکا د دفاع وزیر هګیت وویل، "ولسمشر موږ ته یو روښانه ماموریت راکړ: د ځواک له لارې سوله ترلاسه کول. موږ به دا په دریو لارو ترسره کړو - د جګړیزو اخلاقو په احیا کولو، زموږ د پوځ په بیارغولو او د مخنیوي په تاسیسولو سره."

د بالستیک، هایپرسونیک او کروز توغندیو، او نورو پرمختللو هوایی بریدونو ګواښ، د متحده ایالاتو په وړاندې ترټولو ناورین رامنځته کوونکی ګواښ دی. د دې ډول ګواښونو په وړاندې د مخنیوي لپاره، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا لپاره د اوسپنې گنبد [دفاعي سیستم] د جوړولو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ.

دغه اجرائیوي فرمان د بالستیک، هایپرسونیک، پرمختللو کروز توغندیو او نورو راتلونکي نسلونو هوايي بریدونو په وړاندې د متحده ایالاتو لپاره د راتلونکي نسل توغندیو دفاعي ډال د پلي کولو مستقیمه لارښوونه کوي. دا همداشان د اوسپنیز گنبد د ټولو اجزاو لپاره د خوندي اکمالاتو لړۍ هم چمتو کوي.

اجرائیوي فرمان په بهر کې د متحده ایالاتو د سرتیرو د دفاع لپاره د توغندیو د دفاع حالت د بیاکتنې او د توغندیو د دفاعي ټیکنالوژۍ د پراختیا، وړتیا او د شریکانو او متحدینو سره د عملیاتو په اړه د همکارۍ د زیاتوالي لارښوونه کوي. په تیرو ۴۰ کلونو کې، د کمیدو پرځای، د هایپرسونیک په شمول د راتلونکي نسل ستراتیژیکو وسلو ګواښ زموږ د مخالفینو له لورې د راتلونکي نسل د سیسټمونو په پراخولو سره خورا پیچلی شوی.

ولسمشر رونالډ ریګن هڅه وکړه چې د اټومي بریدونو په وړاندې یوه اغیزمنه دفاع رامینځته کړي، او پداسې حال کې چې دا پروګرام د ډیرو تخنیکي پرمختګونو سبب شو، مخکې له دې چې خپل هدف ترلاسه کړي لغوه شو. او له هغه وخته چې متحده ایالات په ۲۰۰۲ کې د بالیسټیک توغندیو ضد تړون څخه ووتل، د متحده ایالاتو د کورني توغندیو د دفاع پالیسي یوازې دا ده چې د دښمن هیوادونو له ګواښونو او تصادفي یا غیر مجاز توغندیو توغولو له خطر څخه په امن کې پاتې شي.

دغه اجرائیوي فرمان د دفاع د نوي وزیر پیټ ګیت څخه غواړي چې د ۶۰ ورځو په ترڅ کې ولسمشر ټرمپ ته د راتلونکي نسل د توغندیو د دفاعي ډال د جوړښت لپاره د وړتیا پراساس د اړتیاو او پلي کولو پلان وړاندې کړي.

د اوسپنیز گنبد موخه د ځواک له لارې سوله ساتل دي. متحده ایالاتو ته د دوهم برید د وړتیا په ورکولو سره اوسپنیز گنبد به په هیواد باندې د مخالفینو د بریدونو مخه ونیسي.

د دفاع وزیر هګیت ژمنه وکړه: "موږ به امریکا ته لومړیتوب ورکړو، او موږ به هیڅکله شاته نه شو." هغه زیاته کړه، "ولسمشر موږ ته یو روښانه ماموریت راکړ: د ځواک له لارې سوله ترلاسه کول. موږ به دا په دریو لارو ترسره کړو - د جګړیزو اخلاقو په احیا کولو، زموږ د پوځ په بیارغولو او د مخنیوي په تاسیسولو سره."

XS
SM
MD
LG