Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات او اروپا په ګډه د روسیې د ګواښ پر وړاندې ولاړ دي


په ۱۹۹۱ کې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګیدو راهیسې د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د معینو
تعریف شویو برخو لکه فضایي څیړنې او د وسلو د کنترول په اړه ګډ دریځ وموند. پدې وروستیو کې
دواړو هیوادونو د پنځو نورو کلونو لپاره د «نوي سټارټ» تړون وغځوه، کوم چې د امریکا د متحده ایالاتو
او روسیې د ټولو بین القاروي اټومي وسلو په لیږدولو باندې د بیاارزونې وړ محدودیت لګوي. البته روسیې
سره کاري اړیکې پدې معنی ندي چې مونږ هغه خطر نه ګورو چې روسیې یې متحده ایالاتو او د هغې
متحدینو ته متوجه کوي.
د فبرورۍ په ۱۹ د مونشن آنلاین امنیتي کنفرانس ته په وینا کې جمهور رئیس بایډن وویل متحده ایالات او
اروپا باید راپورته شي او د روسیې د ګواښ په وړاندې ودریږي: ”کرملین زمونږ په دموکراسیو برید کوي
او فساد مسلح کوي چې زمونږ حکومتي سیستم ویجاړ کړي. د روسیې مشران غواړي چې خلک داسې فکر
وکړي چې زمونږ سیستم زیات له فساده ډک دی او یا هماغومره مفسد دی لکه د هغوی چې دی. خو د
روسیې او د دې هیواد د خپلو هیوادوالو په ګدوڼ نړۍ پوهیږي چې دا رښتیا نده. “
د روسیې جمهور رئیس پوتین ”هڅه کوي چې د اروپا او زمونږ د ناټو متحدینو پروژه کمزورې کړي،
“جمهور رئیس بایډن وویل: ”پدې خاطر چې د اوکراین د حاکمیت او د خاورې د بشپړتیا نه دفاع کول د
اروپا او متحده ایالاتو لپاره د مهمې اندیښنې په توګه پاته دی. په مدې خاطر بې باکي په ګوته کیږي –د
روسیې بې باکۍ او په متحده ایالاتو، او ټوله اروپا او نړۍ کې د کمپیوټرونو هک کول خطرناک شوی
چې مونږ خپل ډله ییز امنیت وساتو.“
جمهور رئیس بایډن وویل دا د لویدیځ پر وړاندې د ختیځ د دریدو مسله نده او د شخړې د رامنځ ته کولو
هیله همنده. ”مونږ یوه داسې راتلونکې غواړو چیرته چې ټول هیوادونه وکړای شي په ازاده خپله راتلونکې
پرته له ګواښ او اندیښنې وټاکي. مونږ نشو کولای او باید ونشو کړای چې د سړې جګړې مخالفت او کلکو
بلاکونو ته بیرته مخه کړو. سیالۍ باید د هغو موضوعګانو په اړه زمونږ همکارۍ بندې نکړي چې پر
مونږ ټولو اغیز کوي.“ جمهور رئیس بایډن وویل، ”مونږ باید د دموکراتیکو ارزښتونو دفاع وکړو، هغوی
پر شا وتمبوو څوک چې انحصار او ځپل عادي کوي.“
XS
SM
MD
LG