Accessibility links

Breaking News

امریکا او د پاکستان نوي روغتیایي نوښتونه


د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان دوه نوښتونه رامنځ ته کړي چې په پاکستان کې روغتیایي امنیت ښه شي او مرضونه وڅارل شي. یو وړاندیز یوه نوښتګره طریقه د درملو د موثریت او امنیت ارزونه ده او بل به یې د ساري امراضو د خپریدو د څارلو لپاره ددې هیواد د وړتیا لوړول دي.

د دسمبر په لومړیو کې د پاکستان د درملو د تنظیم ادارې د امریکا د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې (USAID) په شراکت د هغو نویو درملو د پراختیا او تائید د بهیر د څارنې لپاره خپله نوې تګلاره په ډاګه کړه. د پاکستان د معلوماتو د تنظیم د مدیریت سیستم په نامه تګلاره به د پاکستاني شرکتونو سره مرسته وکړي چې په اسانه د درملو د تولید لپاره درخواست ورکړي او همداشان ډاډمن او ګټور درمل بازار ته چټک او په ډیره ټیټه بیه وړاندې کړي.

دغه پروګرام همداشان ددې لپاره جوړ شوی چې د درمل جوړولو د نړیوالو معیارونو سره مطابقت ولري او پاکستان ته اجازه ورکوي چې په نړیوال مارکیټ کې خپله ونډه پراخه کړي. د امریکا او پاکستان د حکومت چارواکو همداشان د ۱۵۵ حوزوي امراضو د څارلو د واحدونو د پرانستلو اعلان کړی چې د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د کروناویروس په څیر د ساري ناروغیو د خپریدو د تعقیبولو لپاره د محلي روغتیایي چارواکو وړتیا ښه شي.

د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیایي ادارې (د پاکستان) د چټک غبرګون د روزنې ملاتړ کړی چې د څارنې په واحدودنو کې کار کوي چې د کوویډ۱۹ پیښو د معلومولو لپاره څنګه پرمخ ولاړ شي. دغه ټیمونه همداشان روزل شوي چې په ولسوالیو او محلاتو کې د کوویډ۱۹ د عمده پیښو د مرکزونو د معلومولو لپاره له ارقامو څخه استفاده وکړي، کوم چې به واقعیت کې د ولسوالیو او د ولایتونو په کچه همغږي بهتره کړي.

په روغتیایي چارو کې د صدراعظم ځانګړی استازی ډاکټر فیصل سلطان د امریکا د متحده ایالاتو له حکونت څخه مننه کړې او تائید کړې ده چې دغه ملاتړ به په پاکستان کې د امراضو د څارنې د یو کامل سیستم د رامنځ ته کولو لپاره د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.

د امریکا متحده ایالات او پاکستان نه یواځې د نړیوالې روغتیا د امنیت (GHSA) په شان زمونږ د ګډې مشرۍ له لارې ددغه موضوع په سر کې دي بلکه د کلیو په سطحه د ټولنو سره له نژدې کار کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو پرمختیایي ادارې رئیسې جولي کونین وویل: "د کوویډ۱۹ په شان د عامه روغتیا د ګواښونو د چټکې څارنې، تشخیص او مقابلې د وړتیا درلودل ډیر مهم دي. دغه کار د پاکستان د حکومت سره د کلیوالي ناروغیو د څارنې او مقابلې د واحدونو په رامنځ ته کولو او د پاکستان د عامه روغتیا د ګواښونو سره د مقابلې لپاره د شاوخوا ۳۰۰۰ روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره زمونږ مشارکت هڅولی دی".

هغې زیاته کړه: "مونږ د ولایتي، سیمه ییزو او فدرالي تاسیساتو سره ددغو واحدونو د ارتباط ورکولو لپاره د پاکستان د حکومت څخه د دوامداره همکارۍ په خاطر مننه کوو چې په نتیجه کې یې د کوویډ۱۹ او نورو ساري امرضو د مخنیوي لپاره مهمې منابع ترلاسه کیږي ."

XS
SM
MD
LG