Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات او قطر د حزب الله د مالیې شبکو په وړاندې عمل کوي


حزب الله د پانګونې د نړیوالو شبکو او مخکښو شرکتونو څخه په کار اخیستلو د نړیوال مالي سیسټم څخه د ناوړې استفادې هڅه کوي چې د ناوړه فعالیتونو ملاتړ یې وشي. ددې مخنیوي لپاره متحده ایالاتو او قطر په خلیج کې میشت د حزب الله د یوې لویې مالي شبکې پر وړاندې همغږي اقدامات کړي دي.

علي رضا حسن البنايي، علي رضا القصبي لاري او عبدالمعید البنايي د حزب الله څخه د ملاتړ په وجه ۱۳۲۲۴ اجرایي امر له مخې د نړیوالو ترهګر په توګه نومول شوي دي. علي البنايي او لاري د مالي سیسټمونو او نغدو پیسو له لارې په لسګونو میلیونه ډالر دغه ترهګر سازمان ته لیږلي دي. دوی دواړو په منظم ډول لبنان او ایران ته د خپلو سفرونو پرمهال د حزب الله چارواکو سره لیدلي دي. علي البنايي او د هغه ورور عبدالمعید په څو بانکونو کې ګډ حسابونه درلودل، پدې وروستیو لکه په ۲۰۲۰ کې یې حزب الله ته پانګې انتقال کړي او د حزب الله لوړ پوړو ملګرو سره یې اړیکې ساتلې دي.

عبد الرحمن عبد النبي شمس، یحیی محمد العبدالمحسین، مجيدي فیض ال استادز، او سلیمان البنای پدې خاطر په نښه شوي چې علي البنایي ته یې مادي مرستې، سپانسر کول، مالي مرستې او موادو چمتو کړي او یا یې ددغو موادو او خدماتو لپاره ورسره تکنالوژیک ملاتړ کړی دی.

سربیره پردې، په قطر کې میشت الدار پراپرټیز په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د سلیمان البنايي د ملکیت د کنټرول یا لارښوونې لپاره ډیزاین شوي دي.

دا یو د خورا مهم او همغږه بندیزونو اقدامات دي چې متحده ایالاتو تر دې دمه د خلیج همکارۍ شورا په همکارۍ سره کړي او د ترهګرو د مالي تمویل په وړاندې مبارزه کې پراخه همکارۍ په ګوته کوي. متحده ایالاتو په ۱۹۹۷ کې حزب الله د بهرني ترهګر سازمان په توګه او په ۲۰۰۱ کې په ځانګړي ډول نړیوال ترهګر په توګه ونوماوه او د خلیج همکارۍ شورا په ۲۰۱۶ کې حزب الله د تروریستي سازمان په توګه وپیژانده.

متحده ایالات به د شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي، لکه د قطر حکومت، چې متحده ایالات او نړیوال مالي سیسټمونه د ترهګرو د ناوړه ګټه اخیستنې څخه خوندي کړي. په ورته وخت کې، د بحرین حکومت د یو په نښه شوي شخص، عبدالرحمن عبد النبي شمس، بانکي حسابونه کنګل کړي او درې کسان یې څارنوالۍ ته راجع کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "د حزب الله ریښتینی ماهیت په پرله پسې توګه په نړیواله کچه پیژندل کیږي، په اروپا او سویلي او مرکزي امریکا کې ۱۴ هیوادونو په تیرو څو کلونو کې د حزب الله په نښه کولو، محدودولو یا بندیز لګولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي." هغه زیاته کړه: "موږ له نورو حکومتونو څخه غوښتنه کوو چې دا [کار] تعقیب کړي."

XS
SM
MD
LG