Accessibility links

Breaking News

متحده ایالاتو په افریقا کې پنځه ترهګر په ګوته کړل


په سومالیا کې د الشباب ډلې د جنګیالیو تمرینونه
په سومالیا کې د الشباب ډلې د جنګیالیو تمرینونه

د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې مشر ډګر جنرال سکاټ بیریر وویل: "ترهګري [په افریقا کې] د یو فعال ګواښ په توګه پاتې ده، ځکه چې القاعده او د داعش سره تړلې ترهګرې ډلې خپل نفوذ پراخوي او ځینې سیمو ته رسیدلي." هغه زیانوي چې: "د القاعدې ملګری، الشباب، په ځانګړي ډول په ختیځه افریقا کې د ترهګرۍ قوي ګواښ دی."

هغه خبرداری ورکړ چې "د افریقا په لویه صحرا کې، د القاعده پورې تړلې ډلې [جمعیت نصرت الاسلام والمسلمین] او د لویې صحرا په ګاونډیو هیوادونو کې داعش خپلو بریدونو ته دوام ورکړی،" پداسې حال کې چې "د داعش نوی نسل په ۲۰۲۰ کې په شمالي موزمبیق کې پراخ شو."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دې تروریستي ډلو پنځه مشران پیژندلي او دوی یې د ۱۳۲۲۴ اجرایي فرمان له مخې چې تعدیل شو د ځانګړو نړیوالو ترهګرو په توګه نومولي دي.

بونومېډ ماچود عمر، چې په ابو سلیفه محمد او ابن عمر هم پیژندل کیږي، د داعش-موزمبیق لپاره د نظامي او بهرنیو چارو د څانګو مشري کوي او په شمالي موزمبیق کې د ټولو بریدونو لپاره د دې ډلې د لوړ پوړي قوماندان او مشر همغږي کونکي په توګه دنده ترسره کوي.

سیداناګ هیتا، چې په ابو قروانیان او ابو عبدالحکیم الکدالي هم مشهور دی، یو لوړ پوړی مشر او قوماندان دی چې د مالي ګډال سیمې لپاره د جماعت نصرت الاسلام والمسلمین یا JNIM مسؤل دی.

سلیم اول بریحمت، چې په ابو حمزه الشانقتي او حمزه الموریطاني هم مشهور دی، د JNIM لوړ پوړی مشر او د مالي په موپتي سیمه کې د اربینډا او سیرما امیر دی.

علي محمد غصه، چې په علي دیره هم پیژندل کیږي، د الشباب ویاند او ددې ډلې لوړ پوړی مشر دی. هغه په کینیا او سومالیا کې د بریدونو په پلانولو کې دخیل و.

عبدالقادر محمد عبدقدیر، چې په اکرمه هم مشهور دی د الشباب لوړ پوړی مشر دی او د عملیاتو او لوژستیکي چارو مشري یې کړې. هغه د الشباب لپاره د تسهیلاتو برابرونکی او عملیاتي پلان جوړونکی دی.

د ترهګرو په توګه ددغو اشخاصو په نومولو سره د هغوی ملکیت او په ملکیت کې د دغو افرادو ګټې د متحده ایالاتو تر قضایيقلمرو لاندې دي. د متحده ایالاتو اتباع له دوی سره په هر ډول معاملو کې له ښکیلیدو منع دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یو لیکلي بیان کې وویل، "متحده ایالات ژمن دي چې د داعش-موزمبیق، JNIM او الشباب د تمویل میتودونه ګډوډ کړي - دا ټول بهرني ترهګریز سازمانونه او په ځانګړي توګه په نښه شوي نړیوال ترهګر دي - په ملکي وګړو باندې د بریدونو لپاره دوی وړتیا محدودوي او د ترهګرۍ د تمویل د ګډوډولو په هڅو کې زموږ د ملګرو ملاتړ کوي،" هغه زیاته کړه، "په ټوله وچه کې د تروریزم ګواښ په نښه کول به زموږ د ملګرو سره نږدې کار کولو ته اړتیا ولري ترڅو د دې ترهګرو ډلو ظرفیت او عملیات کمزوري کړي، او په لویدیځ، ختیځ او سویلي افریقا کې د دوی کنټرول او نفوذ سره مبارزه وکړي."

XS
SM
MD
LG