Accessibility links

Breaking News

امریکا د حزب الله غړي په ځانګړي لیست کې شامل کړل


د لبنان د جنوب په یو کلي کې د حزب الله بیرغ
د لبنان د جنوب په یو کلي کې د حزب الله بیرغ

د امریکا د خزانې په وزارت کې د بهرنیو شتمنیو د کڼترول دفتر اوه تنه د حزب الله او قرض الحسن سره د تړاو په وجه په ځانګړي لیست کې شامل کړل.

د خزانې په وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول د ادارې مشرې اندرې ګاکي وویل، "د حزب الله د مالي چارو تر ټولو لوړې ادارې او ټیټ رتبه غړي د لبنان د مالي سکتور نه ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام ورکوي او د لبنان مالي سرچینې وچوي چې د مخکې نه کمې شوي." د هغې په وینا "دا ډول اعمال ښیي چې حزب الله په لبنان کې مالي ثبات، شفافیت او حساب ورکوونه له پامه غورځوي."

پداسې حال کې چې قرض الحسن د لبان ولس ته د خدمت ادعا کوي، خو په عمل کې دا اداره د ځانګړو حسابونو او مرسته کوونکو د لارې په غیرې قانوي توګه پیسې انتقالوي. دا کار د لبنان مالي ادارې د بندیزونو د خطر سره مخ کوي. قرض الحسن ځان د غیرې دولتي سازمان په توګه ښیي خو دا اداره د حزب الله د ملاتړ لپاره د یو بانک په شان خدمتونه کوي.

قرض الحسن د ارزښتناکه پولي واحد په احتکار کولو سره چې د لبان اقتصاد ورته سخته اړتیا لري، د حزب الله سره مرسته کوي چې د خپل ملاتړ بنسټ قوي کاندي او د لبنان د دولت ثبات د خطر سره مخامخ کړي. شپږ کسان چې په ځآنګړي لیست کې شامل شوي، د جمال ټرسټ بانک په ګډون چې امریکا پرې بندیزونه لګولي د لبان په ځینو بانکونو کې د خپلو شخصي حسابونو په وسیله قرض الحسن د امریکا له بندیزونو بج کوي او پدې خاطر یې تقریباً ۵ سوه ملیونه ډالر د قرض الحسن په استازیتوب انتقال کړي.

د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې همدارنګه په ابراهیم علي دهر هم بندیزونه لګولي چې د حزب الله د مرکزي مالي ادارې مشر دی. دا اداره د حزب الله بودیجه او لګښت تنظیموي چې د هغو واحدونو سره پکې مالي مرسته شامله ده چې د دې ډلې مخالفین ترهوي، ګواښي یې او یا وژني یې.

دا بندیزونه د امریکا لخوا د حزب الله په مالي ملاتړ کوونکو چې د حزب الله سره مرستې کړې وي، پخواني لګیدلي بنیدزونه قوي کوي. د امریکا متحده ایالات به د حزب الله د عملیاتو د مخنیوي لپاره اقدامات روان وساتي.

XS
SM
MD
LG