Accessibility links

Breaking News

امریکا په بیلاروس کې د سرغړونو لپاره د ویزې محدودیتونه وضع کړل


د بیلاروس د اولمپیک لوبډلې غړې کریسټینا تسیمانوسکایا
د بیلاروس د اولمپیک لوبډلې غړې کریسټینا تسیمانوسکایا

د بهرنیو چارو وزارت د بیلاروس په یو شمیر اتباعو باندې د ویزې د محدودیتونو د لګولو اعلان وکړ چې په بهر کې د مخالفینو په ضد په جدي فعالیت کې ښکیل وو. متحده ایالات د تیر کال د توکیو د اوړي د المپیک د لوبو په ترڅ کې د بیلاروس د اولمپیک لوبډلې د غړې کریسټینا تسیمانوسکایا په زور ستنولو د هڅې په ګډون دا ډول ټول فعالیتونه غندي.

متحده ایالات د بیلاروس د سپورت د پیوستون بنسټ د هڅو ستاینه کوي چې د الکساندر لوکاشینکا د رژیم د تاوتریخوالي ډکې ځپنې غندي او په هیواد کې دننه او بهر د بیلاروس د خلکو د روانې سرکوبۍ په وړاندې د ورزشکارانو د بشري حقونو ملاتړ او ساتنه وکوي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلیکین وویل: "موږ د اغلې تسیمانوسکایا او نورو ټولو هغو کسانو سره پیوستون اعلانوو چې د انتقادونو د خاموشولو لپاره یې د رژیم هڅې تجربه کړې دي."

دا عمل د «خاشقجي بندیز» لاندې د کډوالۍ او تابعیت د قانون د ۲۱۲ د(a) (۳)(سي) برخې سره سم د نړیوالې ویزې د محدودیت پالیسۍ سره سمون لري. د ویزې دا محدودیتونه د هر اړخیزو هڅو یوه برخه ده چې د هر حکومت لخوا د ژورنالیستانو، فعالینو او مخالفانو د په نښه کولو مخنیوی کوي. پدې کې دپلوماتیک، د قانون پلي کولو او استخباراتي وسایلو څخه یو ځای کار اخیستل کیږي چې د ځپونکو هیوادونو مخه ونیول شي او دننه د متحده ایالاتو په ګډون هرچیرته په نښه شوي اشخاص او ډلې وساتل شي.

متحده ایالات د بیلاروس له خلکو سره په خپل ملاتړ یو ځل بیا ټینګار کوي او یو ځل بیا د لوکاشینکا پر رژیم غږ کوي چې د مدني ټولنې، خپلواکو رسنیو، سیاسي اپوزیسیون، ورزشکارانو، محصلینو، حقوقي متخصصینو او د بیلاروس د نورو خلکو ځپل پای ته ورسوي. برسېره پر دې، رژیم باید سمدستي ټول سیاسي بندیان خوشې کړي، د ډیموکراتیک اپوزیسیون او مدني ټولنې سره په آسانۍ ریښتینې خبرو اترو کې ښکیل شي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د هغو حکومتونو او ډلو په وړاندې د غچ اخیستنې څخه لاس واخلي چې د هغوی سره مرسته کوي او همدارنګه د زیان منونکو مهاجرینو څخه ناوړه ګټه پورته کول بند کړي. او بالاخره د لوکاشینکا رژیم باید د نړیوالې څارنې لاندې ازادې او عادلانه ټاکنې وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل: "موږ به د نړیوالې ټولنې سره کار ته دوام ورکړو، چې په بیلاروس کې د هغو کسانو سره چې د جبر او بشري حقونو سرغړونو او ورانکاریو مسؤل دي حساب وشي."

XS
SM
MD
LG