Accessibility links

Breaking News

متحده ایالاتو افغانستان سره د نویو بشري مرستو ژمنه وکړه


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا-توماس ګرینفیلډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لیندا-توماس ګرینفیلډ

د افغانستان د خلکو بشري وضعیت خطرناک دی: ۶۰۰زره کسان چې نیمایي یې ماشومان دي د جګړې او تاوتریخوالي له ډاره در په در شوي دي؛ لوږه پراخه ده او د پنځو کالو عمر ښکته څه دپاسه یو میلیون ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي؛ د روغتیایي خدماتو سیستم د له منځه تللو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د لوړپوړو مقاماتو په لومړنۍ غونډه کې وویل: "د افغانستان خلک د ژوند د مرستو ته اړتیا لري. له څو لسیزو جګړې، رنځ او ناارامۍ وروسته هغوی د ژوند د خورا خطرناکه ګړیو سره مخامخ دي. اوس ددې وخت دی چې نړیواله ټولنه د هغوی تر څنګ ودریږي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا-توماس ګرینفیلډ، پدې کنفرانس کې وویل: "له شک پرته" چې "متحده ایالات د افغانستان د خلکو ملاتړ او د بشر دوستانه مرستو کولو ته ژمن دي."

هغې زیاته کړه چې شاوخوا ۶۴ میلیون ډالره اضافي بشر دوستانه مرستې د ملګرو ملتونو د سازمان او غیر دولتي سازمانونو له لارې [د افغانستان خلکو] ته ویشل کیږي چې دغه شمیره په روان مالي کال کې افغانانو ته د متحده ایالاتو د مجموعي مرستو کچه ۳۳۰ میلیون ډالرو ته رسوي. هغې وویل: "دغه بودجه" د ژغورونکو غذایي مرستو د برابرولو سره مرسته کوي. روغتیایي او غذایي اړتیاوی پوره کوي. د ښځو، ماشومانو او د قومي اقلیتونو پورې مربوطو کسانو او نورو مذهبي ډلو پورې اړوند اندیښنو ته رسیدګي کوي او د زیانو ماشومانو – ددې جملې څخه نجونو – سره مرسته کوي چې ښوونځیو ته لاړې شي او همداشان د صحي څښاک اوبو د تامین سره مرسته کوي."

بیا هم سفیرې توماس ګرینفیلډ ټینګار وکړ چې یوازې دغه بودجه د افغانو ملاتړ او د ملګرو ملتونو او غیر دولتي سازمانونو فعالیت لپاره بسیا نده. افغانان همداشان د ګاونډیو هیوادونو سره د سرحدونو پرانستل کیدو؛ باتجربه مرستندویانو؛ د مرستندویه ادارو د فعالیت، د لږکیو ډلو، ښځو او نجونو د حقونو د ساتلو او د هغوی سره د تعامل په اړه د طالبانو شفاهي او لیکلو بیاناتو ته اړتیا ده.

لیندا توماس ګرینفیلډ وویل چې: "کلمات بسیا نکوي" او په وینا یې "مونږ باید اقدامات ووینو". میرمن ګرینفیلډ د هغو رپوټونو په اړه خپګان څرګند کړ چې د طالبانو د مرستو د انتقال د بهیر او محافظتي فعالیتونو په وړاندې خنډونه ایجاد کړي او دخالت کوي، چې د افرادو د ژغورنې په فعالیتونو کې د ښځینه کارکوونکو د شتون ممانعت کول، مرسته ترلاسه کوونکو او مرستندویانو ته سزا ورکول په کې شامل دي. هغې وویل: "دا ډارونکې او د منلو وړ ندي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفرې وویل: "دا نړیړالې ټولنه ته یو شیبه ده. راشئ نن ژمنه وکړو چې د مالي ملاتړ دغه بیړنۍ غوښتنه پوره کړو. پداسې حال کې چې بشري مرستندویان په افغانستان کې مهمه دنده ترسره کوي، ژمنه وکړو چې تر څنګ یې ودریږو او په افغانستان کې بشر دوستانه اقدامات پراخ کړو تر څو وکړای شو د اړمندو افغانانو ژوند وژغورو."

XS
SM
MD
LG