Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات بیا د بشري حقونو له شورا سره یوځای شول


په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون
په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون

د فبرورۍ په اتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یا UNHRC سره د امریکا د متحده ایالاتو بیا کارکول اعلان وکړل.

د امریکا متحده ایالات د بهرنۍ پالیسۍ هغه برخې ته ژمن دي چې د دموکراسۍ، بشري حقونو او برابرۍ په اړه جوړه شوې ده. ښاغلي بلینکن په اعلامیه کې لیکلي، «د څو اړخیزو اقداماتو څخه په اغیزناکه توګه کار اخیستل د هغه دید یو مهم جز دی چې په هکله یې جمهور رئیس [بایډن] د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې چې سمدستي او په غښتلې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا سره بیا کار کول پیل شي.»

په عین وخت کې وزیر بلینکن تائید کړه چې د بشري حقونو شورا «اړتیا لري چې د اسرائیل په اړه د دوه کوني موقف په ګډون خپله اجندا، غړیتوب او محراق اصلاح کړي.» بیا هم هغه وویل، «د ۲۰۱۸ کال په جون کې زمونږ وتلو کوم مهم بدلون رامنځ ته نکړ، بلکه پر ځای یې د امریکا د متحده ایالاتو د مشرتابه تشه رامنځته کړه، کوم چې [ځینو] استبدادي اجندا لرونکو هیوادونو هڅه وکړه چې له هغې نه په خپله ګټه کار واخلي.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند پریس وویل، د امریکا د متحده ایالاتو په باور ډیره ښه لار چې د UNHRC کړنې اصلاح شي دادي چې دننه په کې کار وشي: «که، هغه څه ترسره کړي چې ورته جوړه شوې، دغه شورا کیدای شي یوه ځواکمنه وسیله شي چې بنسټیزه ازادي ترویج کړي، د ښځو، نجونو، نرښځیانو، همجنسبازانو، افرادو او نورو څنډې ته شویو ټولنو حقونه وساتي – چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو د سرغړونکو سره حساب کتاب کول ترویجوي.»

په ژنیو کې د بشري حقونو د شورا سره د بیرته یوځای کیدو پروسه روانه ده، چیرته چې متحده ایالات همدا اوس په منظمه توګه د شورا په سازماني غونډو او د برما په اړه د هغې په ځانګړې غونډه کې برخه اخلي.

ویاند پریس وویل، «د اوس لپاره، به دغه بیرته کار پیل کول د څارونکي په بڼه وي، کوم چې مونږ ته به اجازه راکړي په شورا کې خبرې وکړو، په بحثونو کې ونډه واخلو او د شریکانو سره یو ځای کار وکړو.»

لکه څنګه چې وزیر بلینکن ټینګار وکړ، «مونږ په کلکه باور لرو کله چې متحده ایالات په اغیزناک توګه زمونږ د متحدینو او ملګرو سره په همکارۍ د شورا سره کار وکړي، مثبت بدلونونه رامنځته کیدونکي دي.»

XS
SM
MD
LG