د امریکا د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي وایي، دا اضافي منابع د ایران په بریدونو کې "د فعالیت د کچې د زیاتوالي" له امله لیږدول شوي دي.
متحده ایالات د منځني ختیځ د اوبو لارو ته اضافي پوځي منابع لیږي، چې د ایران د ناوړه او بې ثباته کونکي چلند مخه ونیسي.
د پنتاګون د ویاند مرستیالې سابرینا سینګ وویل: "د هرمز په تنګي کې د یو شمیر وروستیو خطرناکو پیښو په ځواب کې، د دفاع وزیر د امریکا د مرکزي قوماندې د مسؤلیت ساحې ته د USS توماس هوډنر جنګي بیړۍ، اف-۳۵ او اف-۱۶ جنګي الوتکو د ځای په ځای کولو امر کړی ترڅو د متحده ایالاتو د ګټو دفاع او په سیمه کې د بیړیو ازاد تګ راتګ خوندي کړي."
د جولای په پنځمه د ایران سمندري ځواکونو د هرمز په تنګي او د عمان په خلیج کې په غیر قانوني توګه د دوو سوداګریزو کښتیو د نیولو هڅه وکړه. سابرینا سینګ وویل: "په یوه هڅه کې د ایران د سمندري کښتۍ له خوا په سوداګرې کښتۍ باندې ډزې کول شامل دي." په دواړو پیښو کې، کله چې USS مک فاول، د توغندی ویجاړونکی جنګي بیړۍ د پیښې ځای ته ورسیده ایراني کښتۍ د پیښې له ځای څخه ووتلې. دوه سوداګریزې کښتۍ وتوانیدل چې خپل سفر ته دوام ورکړي.
خو نورې بېړۍ دومره بختورې نه وې. د روان کال په لومړیو کې ایران له یوې اونۍ څخه په کمه موده کې د تیلو دوه ټانکرونه ونیول. د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو مرکزي قوماندې یادونه کړې چې د ۲۰۲۱ راهیسې، "ایران نږدې ۲۰ نړیوال بیرغ لرونکې سوداګریزې کښتۍ ځورولي، برید یې پرې کړی یا یې نیولي دي، چې د سیمه ایز سمندري امنیت او نړیوال اقتصاد لپاره ښکاره ګواښ دی."
متحده ایالات له پخوا څخه په سیمه کې د A-10 الوتکو په ګډون یو شمیر منابع لري ترڅو د اوبو ددغه حیاتي لارو په خوندي کولو کې مرسته وکړي. لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا همغږي کوونکي جان کربي وایي، اضافي منابع د ایران په بریدونو کې د فعالیت د کچې د زیاتوالي له امله لیږدول شوي دي. هغه وویل: "دوی د خلیج په سیمه کې د سوله ایز سمندري ترانسپورت لپاره ډیر سخت، ډیر فعال او ډیر خطرناک شوي دي." هغه زیاته کړه، "د دفاع وزیر غواړي ډاډ ترلاسه کړي، لکه څنګه چې هغه باید وي، موږ د دې پر وړاندې د مقابلې لپاره مناسب ظرفیتونه او منابع لرو."
د پنتاګون د ویاند مرستیالې سابرینا سینګ په ډآګه کړه، "موږ په ایران غږ کوو چې سمدستي هغه بې ثباته کونکي عملونه ودروي چې د دې ستراتیژیکو اوبو له لارې د سوداګرۍ آزاد جریان تهدیدوي، له کومې لارې څخه چې د نړۍ د تیلو له پنځمې برخې څخه څه دپاسه یوه برخه تامین کیږي."