Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات د داعش-خراسان مشران په نښه کوي


 ثناءالله غفاري
ثناءالله غفاري

امریکا د داعش – خراسان پر وړاندې مبارزې ته ژمنه ده او ډاډ ترلاسه کوي چې د افغانستان خاوره د متحده ایالاتو یا د بل کوم هیواد د امنیت د ګواښولو لپاره ونه کارول شي.

د عدالت پرورام لپاره انعامونه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو امنیتي خدماتو لخوا اداره کیږي، په افغانستان کې د ځانګړو ترهګرو د عملیاتو په هکله د معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیون ډالرو پورې دوه انعامونه وړاندیز کوي.

د لومړي انعام لومړی وړاندیز د هغه معلوماتو لپاره دی چې د داعش-خراسان د مشر ثناءالله غفاري د هویت یا د هغه د موقعیت د څرګندیدو لامل کیږي. د ۲۰۲۰ کال په جون کې، غفاري، چې د شهاب المهاجر په نوم هم یادیږي، د داعش د اصلي مشرانو لخوا په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. په دې رول کې، غفاري په ټول افغانستان کې د داعش-خراسان د ټولو عملیاتو د تصویب او د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د تمویل د تنظیمولو مسولیت لري.

د دوهم انعام وړاندیز د هغو معلوماتو لپاره دی چې په هر هیواد کې چې وي د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د اګست د ۲۶ نیټې د تروریستي برید د مسوولینو د نیولو یا محکومیت لامل کیږي. په دغه نیټې ترهګرو د هوایی ډګر په مخکې هغه وخت ځانمرګی برید وکړ چې متحده ایالاتو او نورو حکومتونو په پراخه کچه خپل اتباع او زیان منونکي افغانان اېستل. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۸۵ کسان ووژل شول، چې اکثر یې ملکي وګړي، نارینه، ښځې او ماشومان او همدارنګه ۱۳ امریکايي پوځیان وو چې د تخلیې د په عملیاتو بوخت وو. پدې پیښه کې د ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۵۰ ډېر کسان او ۱۸ امریکايي پوځیان ټپیان شوي هم دي. د دغه برید مسوولیت داعش خراسان ډلې منلی دی.

هر هغه څوک چې د ثناء الله غفاري او یا د کابل په نړیوال هوايي ډګر د برید د مسؤلینو په اړه معلومات لري باید د سیګنال، ټیلیګرام او یا وټس اپ له لارې دې نمرې ته +1-202-702-7843 د عدالت لپاره انعامونږ پروګرام ته واستوي. افراد کولی شي د عدالت لپاره د انعامونو د دفتر سره Tor-based tips-reporting channel. سره اړیکه ونیسي. ټول هغه معلومات چې د انصاف لپاره انعامونو ته سپارل کیږي په کلکه محرم ساتل کیږي.

د انصاف لپاره انعام پروګرام په ۱۹۸۴ کې د خپل تاسیس له وخته په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ څخه زیاتو هغو کسانو ته څه دپاسه ۲۰۰ میلیون ډالر ورکړي دي چې عملي معلومات یې چمتو کړي او د تروریزم په مخنیوي کې یې مرسته کړې، د ترهګرو مشران یې عدالت ته وړاندې کړي او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښونه له منځه وړي.

دا جایزې د داعش پر وړاندې د مبارزې په یوه مهمه شېبه کې پداسې حال کې وړاندې کېږي چې د داعش د مرکزي هستې مشر په سوریه کې د امریکا د ترهګرۍ ضد وروستیو عملیاتو کې ووژل شو. دا عملیات او ددغه نويو انعامونو وړاندیزونه د داعش د پیژندلو، موندلو او ماتولو لپاره د نړۍ په هر ځای کې که په سوریه کې وي او که په افغانستان کې د متحده ایالاتو څرګنده ژمنتیا په ډاګه کوي.

XS
SM
MD
LG