Accessibility links

Breaking News

متحده ایالاتو د فساد سره د مبارزې لپاره خپله لومړۍ ستراتیژي خپره کړه


د ډسمبر په لومړیو کې د بایډن-هاریس ادارې د فساد سره د مبارزې په اړه د متحده ایالاتو لومړۍ ستراتیژي خپره کړه. پدې کار سره، متحده ایالاتو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له دې نړیوال مصیبت سره مبارزه د متحده ایالاتو د حکومت د کورني او بهرني سیاست مهم لومړیتوب دی.

په اکواډور کې د اکتوبر په میاشت کې د وینا په مهال، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ځینې لاملونه په ګوته کړل چې ولې فساد دومره ویجاړونکی ځواک دی. "د اټکل له مخې فساد نړیوال ناخالص تولید ته پنځه سلنه تاوان رسوي. د ودې مخه نیسي، پانګه اچونه ټکنۍ کوي، نابرابرۍ ژوروي،" هغه زیاته کړه، "خو ښایي د دې ترټولو لوی زیان په حکومت باندې د خلکو بې باوري ده."

"په حقیقت کې، که تاسو په وروستیو کلونو کې په ټوله نړۍ کې پراخ بنسټه ولسي پاڅونونو ته وګورئ - د اوکراین په میډان، د مصر په تحریر چوک؛ له رومانیا څخه تر تونس پورې، له سودان څخه تر ګواتیمالا پورې - تاسو به د هغوی په جوهر کې د فساد په وړاندې غبرګون ومومی."

"دا د خلکو د ورځني ژوند په هر اړخ باندې اغیز کوي، او دا د دولت هغه سرچینې وچوي چې ممکن د یو ښوونځي، روغتون او یا بل کوم شي ته وقف شي چې واقعا د خلکو ژوند ښه کوي."

په ملي کچه، د فساد ضد نوې ستراتیژي د متحده ایالاتو په مالي سیسټم کې هغه کمزورتیاوی په ګوته کوي چې فاسد کوونکي ممکن ترې ګټه پورته کړي. په نړیواله کچه، ستراتیژي دا په ګوته کوي چې څنګه متحده ایالات د فساد ضد مقرارات په خپلو بهرنیو مرستو، څو اړخیزه ډیپلوماسۍ، امنیتي ملګرتیاو، او دوه اړخیزو اړیکو کې نغاړي.

له فساد سره د مبارزې ستراتیژي په پنځو بنسټونو ولاړه ده. د پیل لپاره، متحده ایالات به د فساد سره د مبارزې لپاره د متحده ایالتو د حکومت هڅې همغږې، عصري او ښه کړي. همداشان دې کار ته به نورې سرچینې هم ځانګړې کړي.

دوهم، دا [ستراتیژي] به د متحده ایالاتو په تنظیمي سیسټم کې تشې ډکې کړي او د نړیوالو شریکانو سره به د همدې کار د کولو لپاره کار وکړي.

درېیم، متحده ایالات به د غیرقانوني تمویل د کمولو لپاره کار وکړي او د مفسدینو سره به حساب وکړي.

څلورم، دا به د فساد ضد څو اړخیز جوړښت د ساتنې او پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

او په پای کې، د فساد سره د مبارزې نوې ستراتیژي هڅه کوي چې د بهرنیو شریکانو سره ډیپلوماټیکه ښکیلتیا په کار واچوي ترڅو د فساد ضد هڅو ته لومړیتوب ورکړي. پدې کې د شفافیت، حساب ورکونې، او د فساد ضد اصلاحاتو لپاره د بهرنیو مرستو څخه ګټه اخیستل شامل دي.

ولسمشر بایډن وویل: "فساد د متحده ایالاتو ملي امنیت، اقتصادي مساوات، د بې وزلۍ ضد نړیوالې هڅې او پراختیایي هڅې او پخپله ډیموکراسي ګواښي." هغه زیاته کړه، "خو په مؤثره توګه د فساد په مخنیوي او د فساد ضد مبارزې او د شفافېت او حساب ورکونکې حکومتدارۍ د ګټو په ښودلو سره، موږ کولی شو د متحده ایالاتو او نورو ډیموکراسۍ لپاره مهمې ګټې خوندي کړو."

XS
SM
MD
LG