Accessibility links

Breaking News

متحده ایالاتو د کوویډ - ۱۹ ماتولو لپاره هڅې ګړندۍ کړې 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بیان کې وویل، د اومیکرون ډوله [کرونا وبا] د راڅرګندیدو او ژوند ژغورنې، پاملرنې او واکسینونو ته د مساوي لاسرسي لپاره د پرله پسې ننګونو سره، نړۍ د کوویډ۱۹ په وړاندې د نړیوال غبرګون په یوه مهم پړاو کې ده. له همدې امله متحده ایالات د امریکا د ژغورنې پلان د قانون څخه نور ۵۸۰ ملیون ډالر د اوو نړیوالو سازمانونو د ملاتړ لپاره ځانګړي کوي چې د کوویډ۱۹ سره په نړیواله مبارزه کې ښکیل دي.

تر اوسه، متحده ایالاتو د نړۍ له ۱۱۰ څخه زیاتو هیوادونو او اقتصادونو سره د څه دپاسه ۳۵۰ میلیون ډوزه واکسین شریک کړي دي. متحده ایالات د کوویډ۱۹ د ژوند ژغورنې د روغتیایي چارو او اقتصادي او بشري مرستو لپاره ۱۹.۶ میلیارډ ډالر خپلو شریکانو ته ورکړي چې ددې ویروس او د هغه د اغیزو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بیان کې وویل: "د اومیکرون ډول [کروناویروس] ګړندی خپریدل دا خبره یو ځل بیا تقویه کوي چې موږ ټول باید د دې ویا د پای ته رسولو لپاره د خپلو هڅو ګړندي کولو ته دوام ورکړو او دا چې مونږ هیڅ یو تر هغه امن نه یو تر څو چې موږ ټول خوندي نه اوسو."

پدې اضافي ۵۸۰ میلیون ډالرو سره، متحده ایالات د خپلو اوو شریکانو ملاتړ کوي چې ددې وبا د پای ته رسولو لپاره خپل مهم کارونه ګړندي کړي.

پدې بودجه کې ۲۸۰ میلیون ډالر د نړیوال روغتیا سازمان لپاره دي چې په کې ۵۰ میلیون ډالر د بیړني حالت لپاره اضطراري پانګه ده چې د کوویډ۱۹ د خپریدو مخنیوي وشي، په ځانګړې توګه د څارنې او لابراتواري ازموینېو له لارې.

۱۷۰ میلیونه ډالر به د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ته ولیږي ترڅو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لوړ خطر او زیان منونکو خلکو په ګډون د کوویډ۱۹ واکسینونو رسولو لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.

۷۵ میلیون ډالر د پان-امریکن روغتیایی سازمان تمویل لپاره ټاکل شوي ترڅو په امریکا کې د کوویډ۱۹ واکسین پلي کولو او نظارت لپاره تخنیکي همکارۍ چمتو کړي.

۲۰ میلیون ډالر به د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام ته واستول شي ترڅو د کوویډ۱۹ د ټولنیزو اقتصادي اغیزو په نښه کولو کې مرسته وکړي.

نور ۲۰ میلیون ډالر به د ملګرو ملتونو د نفوس له وجهي صندوق سره مرسته وشي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ اړوند د میندو او نويو زیږیدنو د مړینو لوړه کچه کمه کړي.

۱۰ میلیون ډالر به د خوړو او کرنې سازمان ته ورکړل شي چې د څارویو څخه پیدا شوي ناروغیو لپاره روغتیایي څارنې، مخکې له مخکې خبرتیا، او د خطر ارزونې وسایل ښه کړي؛ او پنځه میلیونه ډالر به د ملګرو ملتونو د ښځو پروګرامونو ته تمویل کړي چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د مخنیوی او ځواب لپاره وکارول شي.

دا سرچینې په ۲۰۲۲ کې د کروناویروس وبا د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې هیلې د ترسره کولو لپاره د ولسمشر بایډن ژمنې سره سم د صحي، لا خوندي نړۍ لپاره د متحده ایالاتو او امریکایی خلکو ژوره ژمنتیا منعکس کوي.

XS
SM
MD
LG