Accessibility links

Breaking News

د امریکاغږ خپرونې ۷۹کلنې شوې


د امریکا د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس فرانکلین روزویلت
د امریکا د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس فرانکلین روزویلت

د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه امریکاغږ د خپلې لومړنۍ خپرونې ۷۹مه کالیزه ونمانځله.

د دوهمې نړیوالې جګړې په لومړنیو تورو ورځو کې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت دې نتیجې ته ورسید چې د خپلې یوې خپرونې په تاسیسولو سره د نازي (رژیم) پروپاګند خنثا کولو ته اړتیا ده، کومه چې دقیق او سم خبرونه او معلومات وړاندې کړي. پدې توګه امریکاغږ د ۱۹۴۲کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه تاسیس شو او خپله لومړنۍ ۱۵دقیقه یي خپرونه یې په جرمني ژبه د فبرورۍ په ۲۴خپره کړه.

«دلته د امریکاغږ خبرې کوي. نن او له نن څخه هره ورځ... دا غږ له امریکا نه خپریږي. هره ورځ په همدې وخت باید مونږ د امریکا او جګړې په هکله تاسو ته خبرې وکړو. خبرونه کیدای شي ښه او یا بد اوسي. مونږ باید تاسو ته رښتیا ووایو.»

له پیل څخه، د امریکاغږ غوښتل چې د امریکایانو په ژوند رڼا واچوي. په رښتیا سره د قانون له مخې د امریکاغږ باید دقیق، ناپیلي او هر اړخیزه خبرونه؛ د امریکایي تفکر او تاسیساتو انډول او هر اړخیر انځورول؛ او همداشان د امریکا د متحده ایالاتو سیاست او پالیسۍ وړاندې کړی.

جمهور رئیس جان کینیدې د امریکاغږ په شلمه کالیزه کې وویل، دا د امریکاغږ ماموریت دی «چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته [امریکایي] کیسه وکړي: «دا خورا ستونزمن او حساس ماموریت دی. د یوې خوا تاسې د حکومت څنګل یاست او پدې خاطر د ملت څنګل هم یاست، او دا ستاسې ماموریت دی چې ټولې نړۍ ته زمونږ کیسه په داسې بڼه بیان کړئ چې په ډیره مطلوبه او رڼه توګه د دموکراسۍ او د امریکا د متحده ایالاتو استازیتوب وکړي. خو له بله اړخه د ازادۍ د هدف د یوې برخې او د ازادۍ د څنګلې په توګه تاسې مکلف یاست چې زمونږ کیسه په رښتینې توګه هماغسې چې اولیور کرونویل د خپل انځور په هکله ویلي ووایاست، «مونږ د ټولو نقصونو او بدرنګیو سره انځور کړئ، زمونږ په هکله د ټولو هغو شیانو سره چې ښایي سمدستي به دومره په زړه پورې نه وي.»

«مخ په وړاندې...مخ په وړاندې...۴۰فوټه لاندې، دوه نیم...د یو څه دوړو پاکول...»

او پدې توګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو د امریکاغږ له لارې د هیواد سترې پیښې واوریدې، چې د ۱۹۶۹کال د جولای په ۲۰په سپوږمۍ کې د کښته کیدو خبر په کې شامل دی کوم چې د ریکارډ په کچه ۶۱۵میلیون کسانو واورید.

«دلته ارامتیا ده. شاهین راکښته شو.»

لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱کال د فبرورۍ په لومړۍ نیټه وویل، «د امریکاغږ په خپله لومړنۍ خپرونه کې اوریدونکو ته وویل: ’خبرونه ښایي ښه وي او یا بد. مونږ باید تاسو ته رښتیا ووایو. ‘د هغې خپرونې څخه تر ننه پورې امریکاغږ د ازادۍ او دموکراسۍ په ملاتړ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک خبر کړي، ورسره په تماس کې شوی او ورسره وصل شوی دی.»

XS
SM
MD
LG