Accessibility links

Breaking News

د لوږې او خوارځواکۍ سره د مبارزې ګټل


"که حکومتونه خپل خلک وږي ساتي او خواړه د جګړې د یوې وسلې په توګه کاروي، موږ به هیڅکله هم لوږه ختمه نه کړو."

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې مدیرې سمانتا پاور د وزیرانو په کچه د ۲۰۲۱ کال د خوړو د سیسټمونو په غونډې کې وویل، د لوږې او خوارځواکۍ په وړاندې د جګړې ګټلو لپاره درې شیان اړین دي. پدې کې د وروستۍ تکنالوژۍ نه ګټه اخیستل، په خورا اړین ځایونو کې پانګونه کول او د خصوصي پانګې خلاصولو لپاره د عامه پانګې کارول شامل دي.

سمانتا پاور خبرداری ورکړ: "د شخړو د رامنځته کیدو او د اقلیم د ناڅاپي بدلون غمناکه ترکیب، او لاهم د کوویډ-۱۹ وبا زموږ ډیرې وروستۍ لاسته راوړنې شنډې کړې."

دلته ډیر خلک شتون لري چې دا مهال سخت وږي دي، او هغه شمیر چې سخت وږی دي - چیرې چې لوږه د دوی ژوند یا معیشت ګواښي – صرف په تیر یو کال کې ۲۰ میلیون نور خلک هم ورزیات شوي دی. دا شمیرې د یوې لسیزې څخه په لږ وخت کې د ملګرو ملتونو صفر ته د لوږې د راټیټولو د هدف ترلاسه کولو لپاره ډارونکي دي.

سمانتا پاور وویل، د لوږې اصلي علت چې شخړه او جګړه ده، په ځای پاتې ده.

"که حکومتونه خپل خلک وږي ساتي او خواړه د جګړې د یوې وسلې په توګه کاروي، موږ به هیڅکله هم لوږه ختمه نه کړو. په قصدي ډول کورنۍ له خپلو کورونو څخه بې ځایه کول، فصلونه او څاروي له مینځه وړل، د مرستې رسولو مخه نیسي، د مرستې رسولو بشردوستانه کارکونکو په نښه کول او برید کول... موږ ټول باید په لوړ آواز او واضح ډول د خلکو وږي کول وغندو او د اړو خلکو لپاره د بشري مرستو د لاسرسي خوندي کولو لپاره مبارزه وکړو. "

رئیسې سمنتا پاور خبرداری ورکړ، "خو موږ نشو کولی، پداسې حال کې چې نړۍ ډیر وختونه یوازې په بشردوستانه مرستو او د خوړو مرستې باندې تمرکز کوي او په کرهنیزو تولیداتو کې پانګوونې نه کوي،"

"موږ باید کوچني بزګرانو ته وسیلې او تکنالوژي ورکړو چې دا به د دوی د حاصلاتو لوړولو کې مرسته وکړي او د اقلیم مخ په ودې ناوړه اغیزې په داسې حال کې اداره کړي چې موږ د پاریس اقلیم تړون اهدافو پوره کولو لپاره مبارزه کوو."

د بایډن-هریس اداره به د امریکا د هڅو د اساس په توګه خوراک راتلونکي [پروګرام] کې پانګونې ته دوام ورکړي ترڅو حاصلات زیات شي، خوارځواکي ختمه شي او مقاومت پیاوړی شي. جندر ته لومړیتوب ورکول به هم مهم رول ولوبوي. شمیرې ښیې چې د خوراک راتلونکي پروګرامونه باید مالي چارو ته د میرمنو لاسرسي اسانولو لپاره ډیر څه وکړي، تر څو دوی پخپله په خپل تولید کې پانګونه وکړي او په تدریجي توګه د خوړو سیسټمونو بدلولو کې مرسته وکړي.

"موږ په ټوله نړۍ کې د شریکانو سره کار کولو ته سترګې په لار یو،" رئیسې پاور وویل، "چې په میلیونونه نور خلک وتوانیږي چې خپل ځان تغذیه کړي، خپلې ټولنې پیاوړې کړي، او په نهایت کې لوږه او خوارځواکۍ په یو وار او په کلي توګه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG