د نورو بهرنیانو تر څنګ څو تنه امریکایي اتباع اوسمهال په ایران کې په غیر عادلانه او پر غلطه نیول شوي دي.
ایران یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د بهرنیو اتباعو او دوه ګوني تابعیت لرونکو کسانو د بندي کولو څخه د سیاسي اهدافو لپاره کار اخلي. د نورو بهرنیانو تر څنګ څو تنه امریکایان هم اوسمهال په ایران کې په غیرعادلانه او پر غلطه نیول شوي دي.
یو له دغو کسانو څخه د یونسیف پخوانی چارواکی باقر نمازي دی. د ایران حکومت دغه ایراني الاصله ۸۴ کلن امریکایي تیر کال د سخت روغتیایي ستونزو له کبله له بند څخه خوشې کړ، خو د هیواد نه له وتلو څخه یې منع کړ.
باقر نمازي پنځه کاله مخکې وروسته له هغې ونیول شو چې د خپل سوداګر زوی سیامک د لیدلو لپاره ایران ته لاړ. سیامک په ۲۰۱۵کې په غیرعدلانه توګه نیول شوی او بندي شوی دی. دواړه پلار او زوی په غلطه توګه د د یو دشمن ځواک سره په همکارۍ تورن شوي وو.
د باقر نمازي د نیولو د کلیزې په ورځ د یرغمل نیونې په چارو کې د جمهور رئیس استازي راجر کارستنز په ټویټر ولیکل، «نن یوه بله غمجنه ورځ ده. پداسې حال کې چې دغه امریکایي کورنۍ لا هم سره لیرې دي. د پنځو کلونو لپاره، ایران د امریکا اوسیدونکی باقر نمازي پداسې حال کې بندي کړی چې د هغه زوی سیامک په غلطه په یوین زندان کې ساتل کیږي. ایران باید دوی ته اجازه ورکړي چې بیرته سره یوځای شي او ازاد ژوند وکړي».
په یوه تلویزیوني مرکه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان په ایران کې د امریکایانو غیرقانوني بندي کیدل «بشپړه او مطلقه بې حرمتي» وګڼله. هغه وویل چې د بایډن-هاریس ادارې ددې موضوع په هکله له ایرانیانو سره مکالمې پیل کړي او سخت پیغامونه استوي: «مونږ به په اوږدمهال کې د دوی دا دریځ ونه منو چې دوی امریکایان په غیرعادلانه او غیرقانوني توګه توقیفوي،» د ملي امنیت سلاکار سلیوان وویل، «دا به د ادارې یو مهم لومړیتوب وي چې دغه امریکایان په امن توګه بیرته کور ته راوړو.»
ایران یواځنی هیواد ندی چې بهرني اتباع د سیاسي برلاسي توب لپاره په غیرعادلانه توګه بندیان کوي او امریکایان [ددې کار] یواځني قربانیان ندي. پدې وروستیو کې د متحده ایالاتو په ګډون شاوخوا ۵۸هیوادونو د کاناډا له لورې یوه وړاندې شوې اعلامیه لاس لیک کړه چې د دولت او دولت د اړیکو پر اساس استبدادي زنداني کونې غندي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې په مستبدانه توګه بندي کول همدا اوس د بشري حقونو د نړیوال عرف له مخې منع شوي دي. «خو ځنې هیوادونه لا هم دا کار کوي، او مونږ د نړیوالې ټولنې په توګه باید د هغه په وړاندې ودریږو.» هغه وویل، «دا یې وخت دی چې هر حکومت ته یو څرګند پیغام ولیږو چې په استبدادي بڼه د بهرنیو اتباعو بندیانول او د برلاسي توب لپاره د هغه نه د ګټې اخیستلو هڅه کوي: دا به د نړیوالې ټولنې له خوا ونه زغمل شي.»