Accessibility links

Breaking News

دا ضروري‌ او عاجل دي چې ایران خپل اتومي مکلفیتونه ترسره کړي


د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان یو پریکړه لیک تصویب کړی چې په کې ویل شوي «دا عاجل او ضروري دي» چې ایران باید «له ځنډ پرته» د اتومي وسلو د نه خپرېدو تړون د حفاظت د موافقې په اساس خپل حقوقي مکلفیتونه ترسره کړي.

په دغو مکلفیتونو کې د ایران له لوري د هغو اتومي ذراتو د سرچینې په اړه وضاحت ورکول شامل دي چې په ایران کې په دریو نا اعلان شویو ځایونو کې موندل شوي، همدغه راز د اتومي انرژۍ سازمان ته د اتومي موادو یا ککړ شویو تجهیزاتو په اړه معلومات ورکول هم په دغو مکلفیتونو کې راځي. د اتومي انرژۍ سازمان وویل چې له دغو معلوماتو پرته، «نشي کولای چې د اتومي وسلو د نه خپرېدو تړون د حفاظت د موافقې په اساس د ایران د اعلامیو صحت او تکمیل تائید» کړي.

د دغه سازمان د حکامو د بورډ غړیو د نومبر په ۱۷ نېټه دا پریکړه لیک تصویب کړ چې په روان کال کې د خپل ډول دویم پریکړه لیک بلل کېږي. د جون په میاشت کې د لومړي پرېکړه لیک له خپرېدو وروسته د دې په ځای چې ایران د همکارۍ او شفافیت غوښتنه وکړي، هغه لسګونه کیمرې یې لېرې کړې چې اتومي انرژۍ سازمان د ایران د اتومي موقعیتونو د څارنې لپاره لګولې وې. د نومبر د پرېکړه لیک له خپرېدو وروسته ایران داسې ښکاره کړه چې د اتومي انرژۍ له سازمان سره را روانې غونډې لغوه کوي.

د اتومي انرژۍ د سازمان مشر رافایل ګروسي یادونه وکړه چې«ډېر وخت کېږي» دا سازمان په هغه څه چې په ایران کې پېښېږي، نظر لري. هغه وویل: «ډېر فعالیتونه روان دي چې موږ یې په اړه هېڅ نه پوهېږو.»

د فرانسې، جرمني، بریتانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې د اتومي انرژۍ د سازمان تازه پرېکړه لیک «ایران ته ښکاره پیغام لري» چې باید «له ځنډ پرته مشخص اقدامات» وکړي.

دوی په اعلامیې کې ویلي دي: «ایران باید په دریو نا اعلان شویو موقعیتونو کې د پېژندل شویو اتومي ذرو د موجودیت په اړه معتبر تخنیکي وضاحتونه ورکړي او ایران باید نور اړوند اتومي مواد او یا ککړ شوي تجهیزات واضح کړي.»

دوی وویل: «هماغسې مو چې څرګنده کړه، که ایران دا کار وکړي‌ او ډاریکټر جنرال جوګه شي راپور ورکړي چې نه حل شوي محافظتي مسائیل نور پاتې نه دي، بورډ به د دې مسئلې په اړه خپله ارزونه وتړي. هیله لرو چې ایران له دغه فرصت څخه استفاده وکړي او د دغو باقي مسائیلو د خلاصولو په اړه د اتومي انرژۍ له سازمان سره د ښه نیت په اساس همکاري وکړي او بیا به د دغو مسائیلو په اړه د بورډ نور اقدام ته ضرورت نه وي»

XS
SM
MD
LG