Accessibility links

Breaking News

په اوکراین کې چټک مخ په زیاتېدونکی بشري کړکیچ


اوکرایني مهاجر
اوکرایني مهاجر

د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمین وویل، د فبرورۍ په میاشت کې، "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې خپل پلان شوی، بې بنسټه، غیرعادلانه او وحشیانه یرغل پیل کړ،". او یوازې په دغو څو اونیو کې، "د اوکراین په ښارونو او مهمو زیربناوو د روسیې بې ساري بمبارۍ په وروستیو لسیزو کې یو له تر ټولو ګړندۍ وده کونکی بشري بحران رامینځته کړی."


"یوازې په پنځو اونیو کې، د اوکراین د نیمایي ماشومانو په ګډون ددې هیواد نږدې څلورمه برخه نفوس بې ځایه شوي. یوازې په پنځو اونیو کې له اوکرایین څخه څه باندې څلور میلیونه کسان تښتیدلي او کډوال شوي. اوس، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې ۴۵ سلنه خلک – د هغو خلکو نږدې نیمایي چې د نړۍ د غلې په یو ګدام هیواد کې ژوند کوي - د کافي خوړلو د نشتوالي په اړه اندیښنه لري. "

د اوکرایین پر وړاندې د روسیې د جګړې د بشري اغیزو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په وینا کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې شرمین له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د اوکراین د خلکو لپاره د خوراکي توکو، اوبو، سرپناه او درملو په برابرولو کې مرسته وکړي او د اوکراین له ګاونډیانو سره هم مرسته وکړي چې په میلیونو مهاجر یې منلي. هغې وویل: "متحده ایالات په اوکراین او د نړۍ په نورو ځایونو کې د اوکراین د جګړې له امله د رامینځته شوي انساني کړاوونو کمولو لپاره د خپلې برخې ادا کولو ته ژمن دي."

"متحده ایالات تیار دی چې د اوکرایین د خلکو لپاره چې ګاونډیو هیوادونو ته تښتیدلي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغو خلکو ته چې د پوتین د جګړې اغیزې احساسوي او همداشان د خوراکي ناامنۍ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره د یو ملیارد ډالرو څخه ډیرې نوي بشري مرستې چمتو کړي."


د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وویل، "خو حقیقت پاتې دی...تر هغه چې پوتین خپلې جګړې ته دوام ورکوي، تر هغه چې روسي ځواکونه د اوکراین په ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکوي او د مرستو رسولو د کاروانونو مخه نیسي، تر هغه چې محاصره شوي ملکي وګړي خوندي نه وي، دا بشري کړکیچ به نور هم خراب شي - په اوکراین کې، د روسیې د خلکو لپاره او په ټوله نړۍ کې. "

"روسیه باید د د ملکي وګړو د ساتنې لپاره د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په بنسټ خپل مکلفیتونه مراعات کړي، د هغو کسانو په ګډون چې له جګړې څخه تښتي او هغوی چې بشري مرستې چمتو کوي."


د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وویل، "موږ هیله لرو - موږ واقعآ هیله لرو - چې ولسمشر پوتین د سولې خبرو ته جدي ژمن وي. خو موږ په دې تمرکز کوو چې روسي ځواکونه څه کوي، نه دا چې روسیه څه وايي. نه هغه څه چې پوتین وايي."

"او بالاخره، د دې بشري ناورین د پای ته رسولو یوازینۍ لار د دوامدار اوربند رامنځته کیدل او د اوکراین له خاورې او د اوکراین له پولو څخه د روسي ځواکونو بشپړه وتل دي."

XS
SM
MD
LG