Accessibility links

Breaking News

د چين په وړاندې د تګلارې په اړه د ګډې زمينې موندل


د روسیې او چین د سمندري ځواکونو تمرینونه
د روسیې او چین د سمندري ځواکونو تمرینونه

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وایي، جي-۷ هیوادونه د "روسیې د دفاعي صنعتي بنسټ لپاره د چین د دوامداره ملاتړ په اړه اندیښمن دي - دا ټول روسیې ته اجازه ورکوي چې د اوکراین په وړاندې تیري ته دوام ورکړي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، په وروستیو کلونو کې، د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو ډلې، چې د جي-۷ په نوم پیژندل کیږي، د هند – آرام سمندر د آزادې او خلاصې حوزې د ترویج لپاره قوي هڅې کړې دي. په ورته وخت کې، د بایډن اداره د اروپا او هند - آرام سمندر ترمنځ [د اتصال] پلونه جوړوي. هغه زیاته کړه، "ډیری زیاتې مسلې چې موږ ورسره مخ یو شریکې مسلې دي، شریکې اندیښنې دي، یا هم ننګونې او ګواښونه دي، او یا دا فرصتونه دي."

"په څلورو کلونو کې موږ له چین سره د ګډو تګلارو په اړه د پخوا په پرتله خورا لوی همغږي رامینځته کړې - د مثال په توګه د اقتصادي او امنیتي خطر کمولو لپاره شریکې ژمنې چې له بیجینګ څخه د زیات ظرفیت لرونکې او غیر عادلانه سوداګرۍ د دودونو سره معامله وشي، د خورا حساسې ټیکنالوژۍ د صادراتو په کنټرول باندې په ګډه تمرکز کول، د پانګوونې په څارنې باندې په ګډه کار کول، د اقتصادي جبر پر وړاندې دریدل، د کانونو د اکمالاتو امنیت رامینځته کول، د اکمالاتو لړۍ په عمومي ډول او د امنیت انعطاف یې، چې په ټوله نړۍ کې په ګډه د پایداره زیربناوو په جوړولو کې مرسته وشي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، د جي-۷ هیوادونو ترمنځ همکاري کلیدي ده، "موږ ډیر قوي یو، موږ ډیر اغیزمن یو، کله چې موږ په ګډه کار کوو."

"په اقتصادي برخه کې، کله چې موږ د چین په اړه پالیسيو سره معامله کوو، زموږ هیڅ یو هیواد چې په یوازې توګه عمل کوي د هغه څه په پرتله چې موږ په ډله ییزه توګه عمل کوو دومره اغیزمن نه وي. د متحده ایالاتو په قضیه کې، موږ د نړۍ د ناخالصو تولیداتو ۲۰ سلنه یا څه زیات یو. کله چې موږ د خپلو جي-۷ شریکانو سره یوځای کار کوو، دا څه دپاسه ۵۰ دي، او دا یو دروند وزن دی؛ یو وزن چې له پامه نشي غورځول کیدای."

په نهایت کې، جي-۷ "د روسیې د دفاعي صنعتي بنسټ لپاره د چین د دوامداره ملاتړ په اړه اندیښمن دي - دا ټول روسیې ته اجازه ورکوي چې د اوکراین په وړاندې تیري ته دوام ورکړي." دا اوس په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ مسله ده چې شمالي کوریا د روسي ځواکونو تر څنګ اوکراین ته د جګړې لپاره ځواکونه استولي دي.

"چین مهم رول لوبولی شي چې ...د کوریا د دموکراتیک جمهوریت (شمالي کوریا) او همداشان د روسیې سره د خپل نفوذ په کارولو سره ددغو فعالیتونو مخنیوی وکړي. او د دې په نشتوالي کې، زه فکر کوم چې یو له هغه شیانو څخه چې تاسو به یې وګورئ د هند - آرام سمندر سیمې هیوادونه دي ... د متحده ایالاتو په شمول، د جنوبي کوریا په شمول، د جاپان په شمول، چې د خپلې دفاع د غښتلي کولو او دفاعي ظرفیت د لوړولبو لپاره ګامونه پورته کړي.»

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "او بې له شکه دا هغه ګامونه دي، کچیرې په چین کې ترسره نشي، چین به یې خوښ نه کړي." هغه زیاته کړه، "موږ ...ټول به چین ته ګورو چې خپل نفوذ وکاروي، ترڅو دا پای ته ورسوي."

XS
SM
MD
LG