Accessibility links

Breaking News

په سوریه کې له بد بدتره شوی وضعیت


په سوریه کې د کورنیو بیځایه شویو د رکبان کمپ
په سوریه کې د کورنیو بیځایه شویو د رکبان کمپ

د سوریې خلک د سرحدي پولې اخوا دیخوا او دننه په [ویشل شوې] سوریه کې د کرخو دواړو غاړو ته د بې له ځنډه مرستو او لاسرسي ته اړتیا لري. په هرصورت، اکثر وختونه، مرستې ځکه نشي لیږدیدای چې په ټوله سوریه کې مختلفې ډلې د دوی د امنیتي کرښو څخه د مرستو کارونونو ته د تیرید اجازه نه ورکوي. وضعیت خورا خراب دی، په ځانګړې توګه د سوریې په ختیځ کې په رکبان کمپ کې د داخلي بې ځایه شویو لپاره.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس-ګرینفیلډ وویل: "متحده ایالات د سرحدي پولې او کرښې په ګډون د ټولو طریقو له لارې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رسولو ته ژمن دي." هغې زیاته کړه، "د اسد رژیم دا نه کوي. موږ دا د سوریې په جنوب کې ګورو چېرې چې رژیم په کې حاکم دی – او په بشپړه اړ شرم ناک ډول سره د روسیې لخوا یې ملاتړ کیږي - یو بشري ناورین یې رامینځته کړی دی.

هغې وویل، "د څلورو کلونو راهیسې، رژیم د رکبان په کمپ کې په زرګونو ملکي وګړو ته د ملګرو ملتونو د لاسرسي مخنیوی کوي او هغوی یې د ناورین په څنډه کې پریښي دي. نن، د هغه وخت څځه دوه میاشتې تیریږي کله چې رژیم سوداګرۍ ته لاسرسی بند کړ. دا ناورین اوس د پخوا په پرتله ډیر نږدې ښکاري".

"اوس، خواړه او طبي توکي خوا کم دي – دا د ناروغیو د خپریدو، خوارځواکۍ، د خوړو نه خوندیتوب خطر او یا د زرګونو ملکي وګړو لپار ګواښ رامنځته کوي."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس-ګرینفیلډ وویل: "متحده ایالات د بشارالاسد پر رژیم غږ کوي چې د ملګرو ملتونو له غوښتنو سره همکاري وکړي چې رکبان ته سوداګریزه لاره پرانیزي او ملکي وګړو ته د [امنیتي] کرښو اخوا بشري مرستې چمتو کړي." ګرینفلیلډ زیاته کړه، "ددې کار مخنیوي، او د هغه د ظالمانه ترسره کولو لپاره هیڅ توجه نشته.»

سفیرې توماس ګرینفیلډ وویل: "موږ له روسیې او د بشارالاسد له رژیمه غواړو چې د ځنډونو او بهانو مخه ونیسي." او زیاته یې کړه، "د کلونو راهیسې، موږ پوهیږو چې په سوریه کې د حل لارې د موندلو پر لور د پرمختګ نشتوالی به په پراخه په سیمه کې د جګړې خطرونه لا پسې زیات کړي. اوس دا خطر په واقعیت بدل شوی دی.»

هغې وویل: "ایران او د هغې نیابتي ملګري او شریکان په زیاتیدونکي توګه د سوریې خاوره د اسرائیل د ګواښلو او خطرناکو وسلو د لیږد لپاره کاروي."

"صرفنظر له دې چې د بشارالاسد رژیم په دې تالار کې د خبرو لپاره مختلف ټکي وړاندې کوي، د سوریې خلک پخپله پوهیږي چې د ایران وسله وال پراکسي او شریکان یوازې د خپلې بې ثباتۍ اجنډا پرمخ وړي - نه د سوریې د خلکو سره د مرسته کولړ اجندا."

سفیرې توماس-ګرینفیلډ وویل: "په دې خطرناکه شیبه کې، دا مهمه ده چې موږ په سوریه او ګاونډیو هیوادونو کې تاو تریخوالي راکم کړو او د زیاتوالي مخنیوي لپاره یې کار وکړو،" او زیاته یې کړه، "متحده ایالات به له خپلو ډیپلوماتیکو ملګرو سره د دې موخې لپاره کار ته دوام ورکړي."

XS
SM
MD
LG