Accessibility links

Breaking News

د سوریې نوي حکومت ته یو فرصت ورکول


د سوریې د لنډمهال حکومت ولسمشر، احمد الشرع
د سوریې د لنډمهال حکومت ولسمشر، احمد الشرع

په سوریې کې ۱۳ کلنه کورنۍ جګړه بالاخره د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې پای ته ورسېده. په سوریې کې د لنډمهاله موقت ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د سوریې نوی حکومت دداسې یوه هیواد د بیا رغونې ګران مسولیت په غاړه لري چې د جګړې او د بشار الاسد د کورنۍ د لسيزو استبدادي واکمنۍ له امله وبجاړ شوی دی. سوریه اوس د بمباریو له امله د ویجاړ شویو زیربناو او په بې وزلۍ کې د ځپل شوي ملت د اقتصادي بیا رغونې دپاره لسګونه ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته په خپل وروستي سفر کې هیله څرګنده کړه چې ولسمشر الشرع په خپل هیواد کې د ثبات په ټینګولو او د سولې په ساتلو کې بریالی شي.

د هغه سره پدې کار کې د مرستې دپاره، ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې "متحده ایالاتو د یوې لسیزې نه وروسته د سوریې سره د اړیکو د بیا رغولو دپاره لومړي ګامونه اوچت کړي دي.

"زه به د سوریې په خلاف د بندیزونو د لرې کولو فرمان صادر کړم چې هغوی ته د عظمت چانس په لاس ورکړ شي. دا بندیزونه بې رحمانه او فلج کوونکي وو خو په خپل وخت کې د یوې مهمې وسیلې په توګه کاریدل."

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولاین لیویت، د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې ولیکل، "ولسمشر ټرمپ، ولسمشر الشرع وهڅوه چې د سوریې د خلکو دپاره لا زیار وباسي او د هغه څخه یې غوښتنه وکړه چې د اسرائیل سره د ابراهیم په تړونونو کې یو ځای شي، ټولو بهرنیو ترهګرو ته ووایي چې سوریه دې پریږدي، فلسطیني ترهګر له سوریي څخه وتلو ته اړ کړي، متحده ایالتونو سره مرسته وکړي چې داعش بیا سر اوچت نه کړي او د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش د زندانونو او توقیف ځایونو کنترول او مسولیت په خپل لاس کې واخلي."

"ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې، " هغه هرچیرې چې امکان ولري سوله اییزې اړیکې پالي او د باثباتې او پیاوړې دوستۍ لاس هغو ته غزوي چې په غوره نیت یې تر لاسه کړي."

"که چیرې د دې سیمې مسؤل ملتونه له دې شیبې څخه ګټه پورته کړي، خپل توپیرونه یوې خوا ته پرېږدي، او په هغو ګټو تمرکز وکړي چې تاسو سره یو موټی کوي، بیا به ګورئ چې ټول به ډېر ژر د هغه څه په لیدو حیران شي چې دلته د نړۍ په دې جغرافیایي کې یې وویني. په زرګونو کلونو کې د لومړي ځل لپاره به نړۍ دې سیمې ته د ګډوډۍ، شخړو، جګړې او مرګ د ټاټوبي په توګه نه، بلکې د فرصت او امید د خاورې په توګه وګوري."

ولسمشر ټرمپ وویل، "مونږ به یوبل سره یو ځای کار وکړو." مونږ به یو ځای اوسو. " مونږ به یو ځای بریالي کیږو. او مونږ به یو ځای ګټونکي اوسو."

XS
SM
MD
LG