د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: " د دغو اتلانو زړورتیا د کرکې، نا امیدۍ، کرکجنو عملونو او د سختو زړونو ضد درمل دي." او له همدې کبله "موږ باید د ټولو لپاره د بشري حقونو ودې ته دوام ورکړو".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې د مدني ټولنو هغو شپږو مخکښو مشرانو ته ستاینلیکونه ورکړل، چې د نړۍ د ځینو تر ټولو سختو ننګونو په وړاندې یې فوق العاده زړورتیا ښودلې ده..
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن څرګنده کړه، چې د سږکال د توکمپالنې ضد نړیوالې جایزې لومړی ترلاسه کونکی د شمالي مقدونیې د روما یا د جټانو د ټولنې اتل، ایلوس شکجیري دی.
"ایلویس او د هغه د همکارانو ډلې د روما (جټانو) د بې تابعیتۍ (بې وطنۍ) ختمولو لپاره «رومالیټیکو» پیل کړ.هغوی له هغه وخته راهیسې د روما قبیلې په سلګونو غیر مستند شوي کسان راجستر کړي چې دولتي خدمات، تعلیم او د کار فرصتونه برابروي."
توماسا یارهویي جاکومه، په بولیویا کې د یوې واحدې تنظیم کونکي په توګه سیاسي فعالیت پیل کړ. هغې دومره پرمختګ وکړ چې د لومړنۍ بومي (اصلي) اوسیدونکې په توګه یې د بولیویا د یو وزارت مشري ترلاسه کړه او د بومي قبیلې لومړنۍ ښځه شوه چې د بولیویا د ولسمشر مرستیالۍ ته نومانده شوه.
کله چې جان لیرډم په هالنډ کې د تیاتر زده کړې پیل کړې، رئیس ورته وویل چې د تیاتر هیڅ هالنډی شرکت به هغه ونه ګماري، ځکه چې هغه تور پوستی دی. دا ډول تجربو جان لیردم، وهڅاوه چې د هالنډ د استعمار د تاریخ او د غلامۍ په اړه د خلکو د پوهې کچه لوړه کړي. هغه په سټیج او سکرین د تیاتر له ۷۰ څخه د زیاتو تولیداتو لارښونه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، د ګانا د ژغورلو د اجراییوي رئیس په توګه، ډینټي سولی تایرو د «فولبي خلکو» شمولیت ته وده ورکوي، چې په ګانا کې یو ګوښه شوي توکمیز ګروپ دی.
"د دې پام وړ کار له امله، اکثر فولبی خلک اوس لومړنیو خدماتو لکه پاکو اوبو ته لاسرسی لري؛ دوی وتوانیدل چې د لومړي ځل لپاره د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه وکړي. په ډېر استازیتوب سره، په اغیزناکه توګه عامه خدماتو د لا ډېرې لاسرسۍ لپاره کمپاین کولای شی ."
د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، اورمیلا چودري له نږدې دوو لسیزو راهیسې په نیپال کې ددې هیواد بومي میرمنو لپاره د بشري حقونو او اقتصادي عدالت غوښتنه کوي:
"اورمیلا دمخه تر دې چې په ۱۷ کلنۍ کې وژغورل شي، په شپږ کلنۍ کې د کورني اجبار له مخې وپلورل شوه. د ژغورلو وروسته یې لوستل او لیکل زده کړل. اورمیلا یوه غیر انتفاعي موسسه جوړه کړه چې د هغې په څیر وضعیت سره مخامخې ښځې او نجونې پیدا کوي، آزادوي او ځواکمنې کوي."
وروستۍ اتله تانیا دوارټ ده؛ یوه ارواپوه او پروفیسوره. هغې د افرو نسلونو پروژه پیل کړه چې د افرو نسل اشخاص وکولی شي په مکسیکو او ټوله نړۍ کې خپلو بشري حقونو، پیژندنې او مساوات ته وده ورکړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي: " د دغو اتلانو زړورتیا د کرکې، نا امیدۍ، کرکجنو عملونو او د سختو زړونو ضد درمل دي." او له همدې کبله "موږ باید د ټولو لپاره د بشري حقونو ودې ته دوام ورکړو".