Accessibility links

Breaking News

د نړیوال جنایي عدالت د انعامونو پروګرام


GCJR Poster 2
GCJR Poster 2

دا پروګرام هغو کسانو ته تر پنځه میلیون ډالرو پورې د انعام وړاندیز کوي چې داسې معلومات برابر کړي چې د بشريت ضد جرمونو، نسل وژنې، یا جنګي جرمونو په تور د په ګوته شویو بهرنیو اتباعو د نیولو، انتقال او یا محکومیت لامل شي.

د نړیوال جنایي عدالت د انعامونو پروګرام لاندې، د [متحده ایالاتو] بهرنیو چارو وزارت هغو کسانو ته تر پنځه میلیون ډالرو پورې انعامونه وړاندې کوي چې داسې معلومات وړاندې کړي چې په نتیجه کې یې د بشريت ضد جرمونو، نسل وژنې، یا جنګي جرمونو په تور د په ګوته شویو بهرنیو اتباعو د نیولو، انتقال او یا محکومیت لامل شي.

د نړیوال جنایي عدالت د چارو لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لوی سفیرې بیت وان شاک، په یوه وروستۍ مرکه کې وویل، د نړیوال جنایي عدالت د انعامونو پروګرام د خپل تاسیس راهیسې ډېر بریالی دی.

"موږ شاوخوا اته میلیون ډالر انعامونه ټاکلي او د نړیوالو محکمو په ۲۵ قضیو کې مو مرسته کړې ده."

سفیرې وان شاک څرګنده کړه، چې دا پروګرام تقریبا د هر هغه چا پر مخ خلاص دی چې د دا ډول مطلوبو اشخاصو په اړه معلومات لري.

"یوازیني محدودیتونه دا دي، هغه څوک چې د قانون پلي کولو په چارو کې بوخت وي او یا هم په رسمي دولتي ظرفیت کې کار کوي، د جایزې ترلاسه کولو وړ ندي. خو شخصي کسان، حتی کورنۍ یا ملګري یا د تښتیدلي کس پیژندونکي، دوی ټول د انعام د ترلاسه کولو وړ دي.

سفیرې وان شاک وویل، د نښه ورکوونکو [د معلوماتو ورکوونکو] خوندیتوب او محرمیت د متحده ایالاتو لپاره خورا مهم دی:

"لومړی او تر ټولو مهم، موږ هیڅکله د دوی هویت په عامه توګه نه بربنډو. یوازې هغه پخپله او زموږ د پروګرام افسران به د هغه شخص د هویت څخه خبر وي، چې معلومات وړاندې کوي. او بیا یو له هغو فکتورونو څخه چې موږ یې په انعام کې په پام کې نیسو هغه د پیسو مقدار دی چې دا اړینه ده چې ډاډ ترلاسه شي چې معلومات ورکوونکی او د هغوی د کورنۍ غړي، که لازم وي، چې خوندي اوسي."

سفیر وان شاک وویل، د تښتیدلي مجرم په اړه ټول معلومات به وارزړل شي او بالفعل به وکارول شي چې چې عامل کس تړقیف کړای شي:

"که بالاخره دا معلومات د یو فرد په پیژندلو، موندلو، د هغه کس په نیولو یا د هغه کس په محکومولو کې مرسته وکړي، نو بیا به موږ د بهرنیو چارو وزیر ته سپارښتنه وکړو چې هغه کس ته انعام ورکړي چې دا معلومات ورکړي دي."

که تاسې د یو تښتیدلي [مجرم] په اړه معلومات لرئ، مهرباني وکړئ د نړیوال جنایي عدالت د انعامونو پروګرام ته د متني پیغام، SMS، یا WhatsApp له لارې په +۱-۲۰۲-۹۷۵-۵۴۶۸ نمره او یا د GCJRP@state.gov بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ. تاسو کولی شئ د متحده ایالاتو نږدې سفارت یا د متحده ایالاتو کوم دولتي مقام ته هم معلومات ورکړئ.

نښه [معلومات] نه ښایي چې ستر اوسي. که تاسو یو څه پوهیږئ، مهمه نده چې څومره کوچنی وي، مهرباني وکړئ د نړیوال جنایي عدالت د انعامونو پروګرام سره اړیکه ونیسئ.

XS
SM
MD
LG