د سویتزرلنډ په جینیوا کې د تجارتي بریالۍ موافقې نه پس، متحدو ایالتونو او چین موافقه وکړه چې د اپریل د دوهمې نېټې ډېرې لګول شوې تعرفې لغوه کړي او د شخړو د کمولو لپاره یې د ۹۰ ورځو تړون ته په داسې حال کی ژمنیا وښوده چې رسمي مذاکرات لا هم روان دي.
دواړو خواو د متحده ایالتونو، چین او نړیوال اقتصاد تر منځ ددوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اهمیت ټېنګار وکړ.
په جینیوا کې د وینا پر مهال د امریکا د سوداګرۍ د چارو استازی جیميسن ګریر دا تشریح کړه چې څنګه د چین غیر متقابله سوداګري او د امریکا د سوداګرۍ د کسر زیاتیدل ددې لامل شو چې د ټرمپ اداره پر چین باندې ۳۴ سلنه متقابله تعرفه ولګوي.
په دې څو وروستیو کلونو کې د امریکا د سوداګرۍ کسر ورځ تر بلې زیاتیږي او د تېرو کلونو په پرتله دا کچه ۳.۲ تریلیون ډالرو ته رسیدلې. دا د بایډن د ادارې په پیل کې د څو تېرو کلونو په پرتله، چې کله دا شمېره ۸۵۰ ملیارد ډالره وه، اوس ۴۲ سلنه زیاته شوې ده.
د سوداګریزو چارو استازي ګریر وویل، چین یوازینی هیواد دی چې دغچ اخیستنې لپاره د امریکا په وړاندې ودرېده. دا ددې لامل شو چې تعرفې د بیلو پړاونو په ترڅ کې د سوداګریز بندیز کچې ته ورسیږي چې د دواړو خواو دپاره غوره نه دی. له همد ې کبله دواړو خواو د تعرفو پر کمولو موافقه وکړه.
په دې موافقې سره مونږ سلا شوو چې د امریکا له خوا به د متقابلو تعرفو کچه لس سلنه کمه کړو چې د ۱۱۵ سلنې څخه راښکته کېږي. مونږ اوس د مذاکراتو دپاره د ۹۰ورځو د وقفې مودې ته دننه شوو چې دواړه خواوې، متحده ایالات او چین، ورته ژمن دي. چین به زمونږ پر ضد د اقداماتو نه لاس واخلي او تعرفې به د یو ۱۵۰ سلنې نه لس سلنې ته راښکته کړي.
د خزانې وزیر سکات بیسیت ټینګار وکړ چې دا تړون د چین سره د متوازنې سوداګرۍ رامنځته کولو لپاره د دوامدار پرمختګ یو میکانیزم برابر کړي.
"موږ غواړو چې چین د نورو امریکایي توکو لپاره ازاد مارکیټ وي او تمه لرو لکه څنګه چې خبرې اترې پرمخ ځي، د پیرودلو د تړونونو امکانات رامنځته شي چې زموږ تر ټولو هغه لوی دوه اړخیز سوداګریز کسر چې له توازن څخه وتلی بیرته خپل ثبات تر لاسه کړي."
بیسنټ وویل، "د دواړو پلاويو اجماع دا ده چې هیڅ یو اړخ جلاوالی نه غواړي... موږ سوداګري غواړو. موږ متوازنه سوداګري غواړو. او زه فکر کوم چې دواړه خواوې د دې ترلاسه کولو لپاره ژمن دي."