Accessibility links

Breaking News

حماس ته باید په ترکیه کې هرکلی ونه ویل شي


د امریکا متحده ایالاتو د اګست په ۲۲ په استانبول کې د حماس له مشرانو سره د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د کتنې په اړوند خپل سخت اعتراض څرګند کړی دی.

ترکیه او د امریکا متحده ایالت د ۷۰ کالو راهیسې د ناټو متحدین دي.

دغه مشارکت د متقابلو ګټو او احترام پر اساس ټینګ دی او د سیمه ییز امنیت او ثبات، اقتصادي همکارۍ او د بشري حقونو د پرمختیا په څیر برخو باندې متمرکز دی.

د امریکا متحده ایالات د ترهګرۍ ضد مبارزې کې د ترکیې سره پیوستون لري. د ترهګرۍ ضد مبارزه د دواړو هیوادونو د ستراتیژیک مشارکت د عمده عناصرو څخه شمیرل کیږي.

په دقیقه توګه په همدې دلیل دواړه هیوادونه د ترهګرۍ د ګواښونو پر وړاندې متحد دي، پدې وروستیو کې متحده ایالاتو د ترکیې د جمهور رئیس له لورې د حماس د دوو مشرانو په کوربتوب سخت اعتراض کړی دی چې دغه لیدنه د اګست په ۲۲ په استانبول کې وشوه.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګاس، په یو لیکلي بیان کې ذکر کړي: "حماس د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له خوا د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندل شوی او د حماس دواړه مقامات چې جمهور رئیس اردوغان [د ترکیې جمهور رئیس] د هغوی کوربه و، د ځانګړو نړیوالو ترهګرو په توګه پیژندل شوي دي."

حماس د اسرائیل په نابودۍ او د اردن د رود نیولې تر مدیترانې بحیرې پورې د یو اسلامي دولت جوړولو ته ژمن دی. ددې ډلې هدفونه غالباً ملکي وګړي دي او وسله یې میزایلونه، انتحاري بمونه، چاقو او ترهګریز تونلونه دي.

د حماس لوړپوړی سیاسي مشر اسماعیل هانیه ددغو دوو تنو څخه یو و چې جمهور رئیس اردوغان ورسره په استانبول کې ولیدل. کله چې هانیه په ۲۰۱۸ کال کې د نړیوالو ځانګړو ترهګرو په لست کې شامل کړای شو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه د ترهګرو عمده مشر وګاڼه چې د "منځني ختیځ ثبات ګواښي، د سولې بهیر کمزوری کوي او زمونږ پر متحدینو مصر او اسرائیل باندې بریدونه کوي."

دوهم شخص چې جمهور رئیس اردوغان یې کوربتوب وکړ د حماس مرستیال صالح العاروري دی. العاروري د څو ترهګریزو بریدونو، الوتکه تښتونو او یرغمل کولو سره تړاو لري. هغه، هغه څوک دی چې د حماس له لورې د غزې په تړانګه کې د ۲۰۱۴ کال د ترهګریز برید د مسولیت اخیستلو اعلان یې وکړ چې به هغه برید کې درې اسرائیلي ځوانان یرغمل او بیا ووژل شول. هغه دغه قتلونه د "د اتلو عملیاتو" په توګه وستایل. د عدالت لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د انعام پروګرام د هغو اطلاعاتو لپاره چې د العروري- العروري د نیولو سبب شي تر پنځه میلیون ډالرو پورې انعام ټاکلی دی.

هماغسې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتګاس، ذکر کړي، د اګست د میاشتې لیدنه د حماس له مشرانو څخه په روان کال کې د جمهور رئیس اردوغان دوهم هرکلی و. میرمن اورتګاس وویل: "ددغه ترهګر سازمان سره د جمهور رئیس اردوغان متداوم تماس یواځې کیدای شي د نړیوالې ټولنې څخه د ترکیې په منزوي کیدو، د فلسطین د خلکو ګټو ته په تاوان رسیدو او د غزې نه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو هڅو په بندیدو، تمام شي. مونږ د حماس سره د ترکیې د حکومت د اړیکو په اړه په لوړه کچه د خپلې اندیښنې څرګندولو ته دوام ورکوو."

XS
SM
MD
LG