Accessibility links

Breaking News

په غزه کې له اړمنو خلکو سره مرسته


په غزې کې د هوا له لارې د بشري مرستو ښکته اچول
په غزې کې د هوا له لارې د بشري مرستو ښکته اچول

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د عمومي قوماندان مرستیال ډګرجنرال براډ کوپر وايي: "موږ غزې ته په ټولیز ډول له درې میلیون خوراکه څخه زیات خواړه د هوا له لارې کښته کړي دي چې څه دپاسه یو میلیون یې د متحده ایالاتو له خوا برابر شوي."

په غزه کې بشري وضعیت لا هم کړکیچن دی. متحده ایالات په پرله پسې توګه هڅه کوي د دې کړکیچ د ناوړه اغیزو د حل لپاره د ټولو موجودو لارو چارو کار اخلي.

د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیایي ادارې د مرستو د چارو رئیس ډان ډیکاوس په یو وروستي خبري کنفرانس کې وویل، د غزې ټول نفوس - شاوخوا ۲،۲ میلیون خلک - د خورا سخت خوراکي نهخوندیتوب سره مخ دي، پدې معنی چې دوی خوراکي مرستو ته اړتیا لري، او د قحطۍ خطر مخ په زیاتیدو دی.

"د غزې په شمالي برخه کې تر نیمايي زیات نفوس د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له ناورین سره مخ دي، او نږدې ۳۰ سلنه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي. په سویل کې، د غزې په سویل کې، نږدې څلورمه برخه وګړي د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له دې ډول حالت سره مخامخ دي."

ښاغلي ډیکاوس وویل، په غزه کې ناوړه وضعیت د رفح په لور د اسرائیلي ځواکونو د ورتګ له امله نور هم پیچلی شوی چې د می له شپږمې نیټې راهیسې نږدې ۶۴۰زره خلک تیښتې ته اړ شوي دي. بشردوستانه مرستندویان رفح ته په مرستو رسولو کې د مهمو بندري لارو او همداشان د غلو ګودامونو ته د لاسرسي او د مخ په خربیدونکو شرایطو په وجه د پام وړ ننګونو سره مخ دي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ د عمومي قوماندان مرستیال سمندري ډګرجنرال براډ کوپر وایي، د غزې خلکو ته د ځمکنیو، هوایي او اوس د سمندري لارو په شمول د ټولو موجودو لارو څخه د بشري مرستو د زیاتولو لپاره نړیوالې هڅې روانې دي.

"تر اوسه پورې، متحده ایالاتو د لسګونو ملګرو سره یوځای د ۳۸ څخه ډیر بشردوستانه هوایي ماموریتونه ترسره کړي دي. دا ماموریتونه د هوا څخه د بشردوستانه مرستو په کښته کولو تمرکز کوي، په عمده توګه شمالي غزې ته. له خپلو همکارانو سره، موږ غزې ته د الوتکو په واسطه له درې میلیون څخه زیات خواړه چمتو کړي چې لهیو میلیون څخه ډیر یې د متحده ایالاتو له خوا برابر شوي دي."

ښاغلي ډیکاوس څرګنده کړه چې، د متحده ایالاتو نړیواله پراختیایي اداره (USAID) د دفاع وزارت سره همغږي کوي د یو سمندري دهلیز له لارې د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره روانو هڅو ته وده ورکړي.

"په دې سمندري دهلیز کې د غزې له سواحلو څخه د مدیترانې په سمندرګي او په مستقیم ډول غزې ته د لنډمهاله بندر جوړول شامل دي، ترڅو د بشري سازمانونو سره مرسته وکړي چې په خپلواک او بې طرفه توګه او ناپیلې توګه د ژوند ژغورنې هڅې او لازمي مرستې تر سره کړي."

"موږ په پرله پسې توکه پدې کار کوو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې د ژوند ژغورنې مرستې د ټولو لارو اړمنو ملکي وګړو ته ورسيږي،" او موږ به هر هغه څه ته دوام ورکړو چې موږ یې کولی شو چې ژوند وژغورو او د هغو کسانو کړاوونه کم کړو چې خورا اړمن دي.

XS
SM
MD
LG