Accessibility links

Breaking News

د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ د منځني ختیي تاریخي موافقه


جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د اسرائیل او عربي متحده اماراتو ترمنځ د سولې په تاریخي موافقې کې منځګړتوب وکړ.

دا په تیرو ۲۵ کالونو کې د اسرائیل او یو ستر عربي هیواد ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لومړنۍ موافقه ده.

هیله دا ده چې نور عربي او اسلامي هیوادونه به هم د عربي متحده اماراتو په شان د اسرائیل سره اړیکې عادي کاندي.

دا موافقه به د (ابراهیم توافقنامه) په نوم پیژندل کیږي، ځکه ابراهیم چې په انجیل کې یې هم یادونه شوې، په سیمه کې د اسلام، مسیحت او یهودیت د درې واړو ادیانو پلار بلل کیږي. لکه څنګه چې د اسرائیل لپاره د امریکا سفیر ډیویډ فریدمن واضح کړې، "د ابراهیم پرته بل هیڅوک د دې درې واړو سترو ادیانو ترمنځ د یووالي سبب نشي کیدی".

د ابراهیم توافقنامه د ټولو هغو مسلمانانو لپاره ستر بری دی چې غواړي په بیت المقدس کې د الاقصی په جومات کې لمونځ وکړي. ځکه چې هغوي اوس کولی شي په مستقیمه توګه د عربي متحده اماراتو د پایتخت، ابوظبی نه تل ابیب ته پرواز وکړي. د ډیرو کسانو په ورتګ سره به د سخت دریځو د هغه غلطو بیانیاتو په وړاندې مبارزه وشي چې وایي د الاقصی جومات د برید لاندې دی او مسلمانان پکې د لمونځ کولو اجازه نلري.

لکه څنګه چې جمهور رئیس ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې منځني ختیځ ته پخپل لومړني سفر کې په ډاګه کړې وه چې په منځني ختیځ کې ستونزې هغه وخت حل کیږي چې د ټولو ادیانو پیروان د اسلامي سخت دریځۍ سره د مبارزې لپاره لاس یو کړي او د ټولو ادیانو لپاره اقتصادي فرصتونه تعقیب کړي.

د سولې د دې موافقې له مخې، عربي متحده امارات او اسرائیل به سفارتونه او سفیران سره تبادله کړي او د سیاحت، پوهنې، روغتیا، سوداګرۍ او امنیت په چارو کې به پراخې همکارۍ.

په پای کې به د ابراهیم توافقنامه د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تل پاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي، "زمونږ لیدلوری په سیمه او نړۍ کې سوله، امنیت او نیکمرغي ده. زمونږ هدف د ملتونو ائیتلاف دی چې هدف یې د سخت دریځۍ له منځه وړل او خپلو ماشومانو ته د یوې داسې هیله بښونکې راتلونکې رامنځ ته کول دي چې د خدای درناوی پکې وي."

XS
SM
MD
LG