Accessibility links

Breaking News

حوثیانو خپل ګواښونه روان ساتلي


په ملګروملتونو کې د متحدو ایالتونو د استازولۍ سرپرستې ډوروتي شې وايي چې د هغه وخت څخه، چې متحدو ایالتونو په سرې بحیرې او په شاوخوا اوبو کې د ازاد تګ راتګ څخه بریالۍ دفاع وکړه، د اوربند څخه کومه سرغړونه نه ده شوي.

هغې وویل:‌«خو، حوثیان اوس هم د سیمې امن او ثبات او د یمن د خلکو ښیرازۍ ته ګواښ پيښوي.» نوموړې وویل:‌ «د یمن د خلکو د خوندیتوب او سوکالۍ د وضعیت د خرابیدو لوی مسولیت د حوثیانو په غاړه دی.»

حوثیانو خپل‌ یمني‌ وطنوال ډارولي دي، د بشري‌ موسساتو کارونه یې د خنډ‌ سره مخ کړي او د بې ګناه خلګو څخه د ناروا سوداګریزو او مالي کړنو له طریقه ناسمه استفاده کوي. دوی د تیلو د واردولو له لارې پيسې پيدا کوي او د مدني ټولنې هغه فعالان چې د دوی خلاف خبره کوي ځوروي.‌

حوثیانو په ناحقه د ملګروملتونو، غیرانتقاعي موسسو،‌ ديپلوماتیکو ماموریتونو یو ډیر شمیر کارکوونکي په توقیف کې ساتلي دي. سفیرې شې وویل:‌ «د امریکا متحده ایالتونه په حوثیانو غږ کوي چې سمدستې او بې له کوم قید او شرط دې ټول هغه کسان چې د حوثیانو په بند کې دي خوشي کړي.»

حوثیانو پر اسرائیل، د بن ګوریون د هوايي ډګر په شمول، د میزایلونو بریدونه کړي ‌دي.‌ دغو بریدونو ملکيان په نښه کړي او حوثیانو همدغه راز د اسرائیل د هیفا بندر خلاف د هوايي‌ او بحري محاصرې خبره هم کړې ده.
سفیرې شې تاکید وکړ چې «حوثیان د دې توان نه لري چې د ایران د مرستې بغیر دې داسې بریدونه وکړي.»

هغې زیاته کړه:‌ «متحده ایالتو داسې شواهد لیدلي چې حوثیانو د ځینو منابعو لکه د چنګ ګوانګ سټلایټ‌ ټکنالوژۍ د شرکت څخه چنیايي‌ وسایل او انځورونه،‌ چې هم ملکي او نظامي برخو کې ورڅخه کار اخیستل کیدای شي، ترلاسه کړي دي.‌»

سفیرې شې وویل:‌ «دغه شرکت په مستقیمه توګه د ولایتي او مرکزي چارواکو لخوا تمویل کېده‌ او زیاتره عواید یې د خلګو د ازادۍ په پوځ باندې د خرڅلاو له لارې وو او مستقیما یې د چین د کمونسټ‌ ګوند د مشرانو ملاتړ درلود.‌ حوثیان همدارنګه د الشباب د ډلې سره هم خپلې اړیکې پیاوړي کړيدي.»

سفیرې شې وویل چې یوه ډیره مهمه وسیله چې حوثیانو ته د وسلو د رسولو مخنیوی کولای شي هغه د ملګروملتونو د تصدیق او تفتیش میکانیزم یا UNVIM دی.

«په حقیقت کې، تیره میاشت، UNVIM خپلې هڅې زیاتې کړې او په بریالیتوب یې څلور د مال وړلو کانټینران، چې ناقانونه توکې په کې بار وو او د حوثیانو تر کنټرول لاندې بندر ته روان وو، ونیول. د دغو کانتینرانو نیول د دغه میکانیزم د موثریت ښکارندویي کوي.‌ موږ ټول باید چې ددغه عملیاتو ملاتړ وکړو او سل فیصده تلاشۍ په کولو سره اطمینان حاصل کړو.»

سفیرې شې وویل چې د امریکا متحده ایالتونه د اړوندو اشخاصو او ادارو خلاف ټول ممکنه بندیزونه په جدي توګه تعقیب کوي چې حوثیان د هغو منابعو نه محروم کړل شي چې د دوی تروریستي شبکه پرې چلیږي.

XS
SM
MD
LG