د امریکا دباندنیو چارو د وزارت د عدالت دپاره د انعام پروګرام د انصار الله ډلې په هکله چې د هوثیانو په نامه هم مشهوره ده، د هغو معلوماتو دپاره چې ددې ډلې د مالي عملیاتو د مختل کېدو سبب شي، تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې د انعام وړاندې کولو اعلان کړی دی.
د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې یا (آی ار جي سي کیو اف) د حوثیانو یوه ستره ملاتړ کونکې ډله ده.
د سپاه پاسداران د قدس ډله په یمن کې میشت د حوثیانو ترهګرې ډلې ته دواړه، روزه او وسلې ورکوي.
حوثي ځواکونو بیا د ایران له خوا ورکړل شوي پرمختللي راکټونه، بې پیلوټه الوتکې ، او د بیړیوو ضد بالیستیکي میزایلونه اخلي او په مینځني ختیځ کې د امریکا پرسونل په پوره تعهد سره په نښه کوي.
دغې ډلې دغه راز د امریکا پر سیمه ایزو ملګرو لکه اسرایلو باندې هم بریدونه کړي دي او په سمندر کې یې د نړیوالې سوداګرۍ ثبات ګډوډ کړی دی.
حوثیانو د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې په یمن کې د نفوسو نه ډکې سیمې ونیولې او د هغه وخت راهیسې یې په سعودي عربستان کې پر ملکي هوايي ډګرونو باندې څو ځلې بریدونه کړي دي. دغې ډلې په ۲۰۲۲ کال کې د عربو پر متحده امارتو باندې هم برید وکړ او د ۲۰۲۳ کال دنومبر د میاشتې راهیسې یې پر اسرایلو د سلګونو میزایلونو بریدونه کړي دي.
د حوثیانو ډلې دغه راز د باب المندیب په تنګي کې د سوداګریزو بیړیوو پرضد په سلګونو حملې ترسره کړي دي. دغه تنګی د ادن خلیح د سرې بحیرې سره نښلوي. په دغو بریدونو کې ملکي سمندري کارکونکي وژل شوي دي او بریدونه ددې سبب شوي چې ځیني بیړۍ خپلو مسیرونو ته تغییر ورکړي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت د حوثیانو ډله په لومړي ځل د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ د میاشتې پر ۱۷ نېټه د بهرنیوو تروریستي سازمانونو لست ته اضافه کړه.
خو د ۲۰۲۱ کال په ورستیوو کې یې بیرته دغه ډله د لست څخه و ایستله . د ولسمشر د ۱۴۱۷۵ اجرایوي فرمان سره سم، امریکا د۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۴ مه نېټه دغه ډله بیرته د بهرنیوو تروریستي سازمانونو لست ته واچوله.
دغه اقدام د امریکا په مربوطاتو کې د حوثیانو د جایدادونو او د جایدادونو پر سود باندې ټول بندیزونه بیرته فعاله کوي. ددغه اقدام له مخې امریکايي وګړي د حوثیانو سره د هر ډول تجارتي معاملې د ترسره کولو نه منع دي. علاوه پر دې، دا جرم ګڼل کېږي چې په آګاهانه ډول د حوثیانو د سازمان سره د منابعیو او توکو په برخه کې یا مرسته وشي او یا د مرستې هڅه وشي.
که چیرې تاسو د هغو ادارو او مالي سازمانونو په هکله معلومات لریْ چې د حوثیانو د پاره د پیسو په راټولو کې تسهیلي نقش لوبوي، تاسو کولای شی چې د محرومیت په بشپړ رعایت سره زمونږ سره دغه معلومات شریک کړی.
تاسو کولای شی چې د عدالت دپاره د انعام د پروګرام سره د سیګنال، ټیلګرام یا واټس آپ له لارې په لاندې شمیرې تماس ونیسیْ : ۰۰۱۲۰۲۷۰۲۷۸۴۳
او یا د لاندې ویب پاڼې له لارې اړیکه ټینګه کړیْ.
www.rewardsforjustice.net