"د متحدو ایالتونو د پوځ ځانګړې قواوې د هر هغه څه دپاره چې "د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ یې په خپل مشرتابه کې ددې دپاره چې امریکا په اولویت یا لومړي مقام کې وساتل شي او د ځواک له لارې سوله تامین شي، اړین ګڼل کیږي."
دا خبره د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیت هیکسیت په فلوریدا کې د امریکا ځانګړو عملیاتو خاصو ځواکونو ته د یوې وینا په ترڅ کې وکړه.
ولسمشر ټرمپ د امریکایانو خوندیتوب او امنیت پرمختګ ته ژمن دی. د امریکاد دفاع وزیر پیت هېکسېت وویل، "په دې کې ترټولو لومړي مهم مسایل زمونږ د ټاټوبي، زمونږ سرحد، د طلایي ګنبد (د توغندیو ضد سیستم) او د چین د کمونیستي نظام په وړاندې درېدل او البته له متحدینو سره د مسولیت د شراکت زیاتول شامل دي. هغه پر دې ټینګار وکړ چې د پولو امنیت د ملي امنیت سره برابر دی او مونږ به د خپلو جنوبي پولو عملیاتي کنترول ۱۰۰ فیصده په خپل لاس کې ولرو.
د دفاع وزير پیت هېکسېت وویل، د خپل ټاټوبي ساتل تر ټولو لومړی او مهم نړیوال ماموریت دی.
"په تیرو شپږو میاشتو کې [د ځانګړو عملیاتي ځواکونو] شاوخوا ۵۰۰ ترهګر چې زمونږ هیواد ته مستقیم ګواښ وو، له منځه وړي دي." او د نړیوالو متحدینو سره یو ځای یې لږ تر لږه ۶۰۰ نور ترهګر نیولي هم دي. د امریکا ددفاع وزیر وویل "د امریکا لومړیتوب د امریکا د یوازيتوب په معنی نه ده." هغه زیاته کړه چې مونږه خپل دریځ دهندو-پیسفیک یا د ارام سمندر په اړه هم بدل کړی، ولسمشر ټرمپ په ټوله نړۍ کې زمونږ متحدینو ته ګوري چې خپله برخه ادا او د خپلو مسولیتونو بار ته اوږه ورکړي."
هېکسېت د ولسمشر ټرمپ له خوا هغه ته ددفاع وزیر په توګه د هغې سپارل شوې دندې یادونه وکړه چې ویل یې"د سرتیرو عزت پر ځای کړئ او بس. او دا له اولې ورځې نه زما دپاره تر ټولو لومړیتوب لري." "هر څه ددې سرتیرو سره پیل او ختمیږي، د روزنې نه نیولې د جګړې تر ډګره پورې. مونږ بیداري او ضعف تر شا پریدو. نور ضمایر نشته. نور د اقلیم د بدلون جنون نشته او نور به د بیړنیو واکسینونو امر نه وي."
ښاغلي هیکسیت وویل چې "د متحده ایالاتو پوځ پرخطرناکوالي، وړتیا، د حساب ورکولو پر معیار او چمتووالي" تمرکز کوي.
موخه دا ده چې تر ټولو غوره سیستم د امریکا د پوځ په لاس کې ورکړ شي چې د هرډول ګواښ د غوره مخنیوي نوي لارې وموندل شي. ددفاع وزیر وویل مونږه به دا کار زمونږ ددفاعي صنعتي بنسټ په بیا رغولو، زمونږ د استملاک د بهیر په اصلاح کولو او د چټکې تکنالوژیو په کارولو سره وکړو.
د ددفاع وزیر وویل، "د ولسمشر ټرمپ تر مشرتابه لاندې دښمنانو ته زمونږ پیغام بې له شکه روښانه دی. او هغه دا دی چې امریکا بیرته ستنه شوې ده. " "د دښمنانو یرغل ته به په کلکه او چټکۍ سره ځواب وویل شي. مونږ د امریکا د نوي طلایي دور او د ملي دفاع طلایي دور پیلوو. "