Accessibility links

Breaking News

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د ټرمپ وینا


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې نړۍ په یوه ستره نړیواله مبارزه بوخته ده: "مونږ د یو ناڅرګند دښمن – چیني ویروس - پر ضد سخته مبارزه پیل کړې چې د نړۍ په ۱۸۸ هیوادونو کې یې بی شمیره خلک مړه کړي دي."

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې متحده ایالاتو د کوویډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پراخ اقدامات وکړل. ددې جملې څخه د مصنوعي تنفس د زیات شمېر ماشینونو تولید دی چې کیدای شي د اړو هیوادونو سره د ګټورې درملنۍ په حیث شریکې شي. همدا اوس درې واکسینونه په وروستي کلینیکي پړاو کې دي.

"مونږ به واکسین توزیع، ویروس مات او وبا ختمه کړو او د هوساینې، همکارۍ او بیسارې سولې نوي پړاو ته به داخل شو."

په عین وخت کې جمهور رئیس وویل چې د چین د مشرانو سره باید د هغوی د اقداماتو په اړه حساب او کتاب وشي.

"د ویروس په لومړیو ورځو کې چین داخلي سفرونه منع کړل پداسې حال کې چې له چین نه بهر ته پروازونو ته یې اجازه ورکوله او نړۍ یې اخته کړه...د چین دولت او د روغتیا نړیوال سازمان چې عملا د چین تر کنترول لاندې دی، په درواغو اعلان وکړ چې د انسان نه انسان ته د انتقالیدو هیڅ مدرک نشته. "

جمهور رئیس ټرمپ همداشان د ملګرو ملتونو له سازمان څخه وغوښتل چې چین د چاپیریال نه د ناوړې استفادې په خاطر مسول وګڼي.

"چین هر کال په ملیونونو ټنه پلاستیک او پاتې شوني په سمندر کې لاهو کوي چې د نورو هیوادونو په اوبو کې د کبانو د کموالي سبب کیږي، د مرجاني ژویو پراخې ساحې له منځه وړي او د بل هر هیواد په پرتله په چاپیریال کې زهري سیماب خپوروي. د چین د کاربن د خپرولو کچه د امریکا د متحده ایالاتو تقریباً دوه برابره ده او په چټکۍ د زیاتیدو په حال کې ده."

جمهور رئیس ټرمپ وویل: "که ملګري ملتونه غواړي یو ګټور سازمان واوسي، باید د نړۍ پر واقعي مشکلاتو تمرکز وکړي چې تروریزم، د ښځو ځپل، اجباري کار، د مخدره توکیو قاچاق، د انسان او ښځو قاچاق، مذهبي ازار او زورونه او د مذهبي اقلیتونو قومي تصفیه شامله ده."

XS
SM
MD
LG