Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۳ کال د ښځو د زړورتیا نړیواله جایزه


د زړورو ښځو د کلنۍ نړیوالې جایزې مراسم
د زړورو ښځو د کلنۍ نړیوالې جایزې مراسم

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د زړورو ښځو کلنۍ نړیواله جایزه ورکړه.

د ملکي امنیت، دموکراسۍ، او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایذرا زیا وویل، ستایل شویو میرمنو د دې لپاره کار کړی چې ډاډ ترلاسه کړي د دوی د هیوادونو قانوني سیسټمونه د جنسیت، عقیدې او یا سابقې پرته د ټولو خلکو ساتنه کوي.

"او کله چې دا سیسټمونه نشي کولی - یا ونه شي کړای - د هر یو هیوادوال ساتنه وکړي، دوی ددي کار د بدلون لپاره مبارزه کړې. دوی خنډونه مات کړي، نوي پرمختګونه یې کړي، او نورې ځوانې میرمنې یې هڅولې چې د دوی د مشرتابه لاره تعقیب کړي."

یوه له دغو پیژندل شویو ښځو څخه ډاکټره ذاکره حکمت ده. ډاکټره حکمت چې په افغانستان کې زیږیدلی په ترکیه کې یې د افغان کډوالو د پیوستون ټولنه جوړه کړې او له ډیرو افغانانو سره یې د کډوالۍ د ملاتړ او پناه اخیستو په برخه کې مرسته کړې ده.

د جنسي لارښونې او جندر پیژندنې په برخه کې د ارجنټاین ځانګړې استازې البا رویدا، د ټرانس جنسیتي کسانو د کار کولو د قانون په تصویب کې مهم رول درلودلی.

د مرکزي افریقا په جمهوریت کې، پروفیسورې ډینیل ډارلان د خپل هیواد د اساسي قانون څخه د دفاع کولو په خاطر وپیژندل شوې.

د کوسټا ریکا اوسیدونکې آغلې ډوریس ریوس، د بومي وګړو د ژوند د ښه کولو لپاره په ډیرو نوښتونو کې دخیله ده.

د ایتوپیا اوسیدونکې میزا محمد، د ایتوپیا تجربه لرونکې ژورنالیستې، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی څخه د ژغورل شویو کسانو په اړه راپور ورکړی او قربانیانو ته د درملنې د موندلو لپاره یې کار کړی.

په اردن کې، د بشري حقونو فعاله هدیل عبدالعزیز، د حقوقي مرستو لپاره د عدالت مرکز بنسټ ایښودونکی دی، چې هر کال په زرګونو زیان منونکو خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

بخیتژان توریګوژینا د قزاقستان د مدني ټولنې فعاله ده چې له لسیزو راهیسې په قزاقستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کمپاین کوي.

د مالیزیا سناتوره ډاتوک راس ادیبا رادزي، د خپل مسلکي ژوند ډیره برخه د بشري حقونو په پرمختګ او وده کې تیره کړې او د مالیزیا په ټولنه کې د بې عدالتیو د روښانه کولو لپاره د خپلو طرحو څخه کار اخلي.

د منګولیا څخه برید جنراله بولور ګنبولډ، په ۲۰۲۲ کې د منګولیا په وسله والو ځواکونو کې لومړۍ ښځینه جنراله شوه.

بیانکا زیلوسکا یوه پولنډۍ خبریاله ده چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې په اوکراین کې د روسیې د تیري اسناد ثبت کړي او له یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې لپاره یې د اوکراین د خلکو ملاتړ کړی دی.

د اوکراین یولیا پایویسکا د خپل هغې کار په خاطر خورا مشهوره ده چې په ماریوپول کې د روسي ځواکونو لخوا د ترسره شويو ظلمونو فلمونه په پټه اخیستي او ویډیوګانې یې بهر قاچاق کړي.

او په پای کې، د میډیلین البرایټ افتخاري ډلې جایزه د ایران د ښځو او نجونو مظاهره کوونکو ته ډالۍ شوه.

"زموږ اتلانو ته، " د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، "متحده ایالات په دې ویاړي چې ستاسو تر څنګ دي، لکه څنګه چې تاسو ورځې او شپې سلګونه کوچني مبارزې کوئ او موږ به هلته یو او د اوږدې مودې لپاره به ستاسو سره یو."

XS
SM
MD
LG