Accessibility links

Breaking News

ایرانی رپ سندرغاړی په اعدام محکوم شو


د صالحي او نورو بندیانو په ملاتړ د ایران د رژیم په ضد مظاهره
د صالحي او نورو بندیانو په ملاتړ د ایران د رژیم په ضد مظاهره

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټیل وویل، "د توماج صالحي د اعدام سزا د ایران د رژیم د وحشتناکه او پراخه بشري سرغړونې یوه بله بیلګه ده."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د بشري حقونو شرایطو په اړه په یو وروستي خپور کړي راپور کې د ایران د حکومت مخالف ریپر سندرغاړی توماج صالحي په ایران کې د هغو کسانو په ډله کې یاد شوی چې د بیان آزادي د "سخت محدودیت" سره مخ دي. د هغه قضیه د یو مثال په توګه ذکر شوې چې څنګه ایراني چارواکي "قانون د هغو کسانو د ډارولو یا محاکمه کولو لپاره کاروي چې په مستقیم ډول یې پر حکومت نیوکه کړې یا د بشري حقونو اندیښنې راپورته کړي."

د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې چې د ۲۰۲۳ کال په پای کې، صالحي، چې د ایران په قانوني سیسټم کې په ترټولو لوی جرمونو تورن شوی و - "په ځمکه کې فساد" - "سزا ته په تمه" و.

دا انتظار اوس پای ته ورسېد؛ صالحي د مرګ په سزا محکوم شو.

مشهور سندرغاړی او سندرې لیکونکی صالحي د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر میاشت کې وروسته له هغه ونیول شو چې په عامه توګه یې د هغو پراخو لاریونونو ملاتړ کاوه چې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته رامنځته شول. امیني د اخلاقي پولیسو لخوا د حجاب د ناسم اغوستلو له امله توقیف شوې وه. د هغې مړینې په ایران کې د "ښځه، ژوند، ازادۍ" غورځنګ ته الهام ورکړ. رژیم د مخالفانو په وړاندې په وحشیانه اقداماتو ځواب ورکړ. سلگونه کسان وژل شوي؛ په زرګونو نیول شوي، او تر اوسه پورې، نهه کسان د مظاهرو اړوند قضیو کې اعدام شوي دي.

صالحي، چې په خپله موسیقۍ کې یې د ایراني رژیم ظلمونه غندلي، د نیول شویو تر ټولو مخکښو شخصیتونو څخه دی. هغه د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د ایران د سترې محکمې په امر په ضمانت خوشې شو، خو څو ورځې وروسته وروسته له هغه بیا ونیول شو چې یوه ویډیو یې خپره کړه چې په زندان کې د هغه شکنجه بیانوي. په اصفهان کې یوې انقلابي محکمې په دې وروستیو کې هغه ته د اعدام حکم صادر کړ.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو، چې په ۲۰۲۲ کال کې د هغه له نیول کېدو راهیسې یې په بېلابېلو وختونو کې د توماج صالحي قضیه له ایراني چارواکو سره مطرح کړې ده، ویلي چې دوی "د مرګ د سزا او له ښاغلي صالحي سره د ناسم چلند له امله اندېښمن دي، کوم چې داسې ښکاري هغه یوازې د هنري بیان او خلاقیت د آزادۍ د حق کارولو په خاطر اعدامیږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټیل د صالحي سره چلند "د ایراني رژیم د وحشتناکه او پراخ بشري سرغړونې یوه بله بیلګه» بللې ده. هغه وویل "مونږ یو ځل بیا د ایران د رژیم لخوا د اعدام سزا د خلکو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاري غندو." او زیاته یې کړه چې متحده ایالات به په عام محضر کې د دا ډول بدنامو قضیو په ډاګه کولو ته دوام ورکړي، تر څو د نړیوالې ټولنې سره یوځای "موږ کولی شو په ګډه د ایران رژیم د ځپنو په خاطر مسؤل وګڼو."

XS
SM
MD
LG