د امریکا متحده ایالتونه سولې ته د لار موندلو لپاره له روسیې او اوکراین سره په نه ستړي کېدونکي توګه کار کړی دی.
د متحده ایالاتو موقت استازي جان کیلي د ملګروملتونو د امنیت شورا ته په خپلو خبرو کې وویل: "موږ د دغې جګړې پای غواړو. "
هغه وویل: "سولې ته د رسیدو لپاره د لومړي ګام په توګه، امریکا د سمدستي، له قید او شرط پرته او هر اړخیز اوربند یو وړاندیز وړاندې کړی دی. اوکراین له شک او تردید پرته [دغه وړاندیز] منلی او منتظر یو چې روسیه هم همداسې موافقه وکړي. موږ له هماغه راهېسې له روسیې غواړو چې اوربند ومني."
د خپل روسیې سیال ولادمیر پوتین سره د ولسمشر دونالډ ټرمپ د مۍ د ۲۲ نیټې د ټیلیفوني خبرو وروسته، د روسیې څخه دا تمه کیږي چې د اوربند په اړه د خپل لید روښانه طرحه وړاندي کړي. سفیر کیلي وویل: "موږ به د جکړې د ختمولو لپاره د روسیې د جدیت په اړه نه یوازې د طرحې د متن په اساس بلکې تر ټولو مهمه د روسیې د کړنو له مخې قضاوت کوو."
سفیر کیلي وویل چې د امریکا متحده ایالات د روسیې وروستی تصمیم چې د اوکراین خلاف د میزایلو او ډرون الوتکو یو شمېر بریدونه، چې د جګړې له پیل څخه راهېسې لوی بلل کېږي، غندي.
کیلي دا هم وویل چې "بل پلو ته، د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۱۰۰۰ بندیانو تبادله دا روښانه کوي چې نور څه هم ممکن دي. "
سفیر کیلي زیاته کړه: "که دواړه روسیه او اوکراین سولې ته په واقعي توګه ژمن دي، امریکا به د دواړو اړخونو او خپلو اروپايي شریکانو او ملګرو ملتونو سره کار وکړي چې دغه هدف ترلاسه شي. خو موږ بیا هم ټینګار کوو چې د دواړو اړخونو ترمنځ د سولې هر ډول خبرې باید په ښه نیت سره وشي."
لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ په وضاحت دا خبره کړې چې د امریکا متحده ایالات غواړي د روسیې سره د سولې د دغه نوښت او اقتصادي بستې باندې کار وکړي.
کيلي وویل: "شخړه پوځي حل لاره نه لري. کومه معامله چې وړاندیز یې شوی د روسیې لپاره تر ټولو ښه پایله ده. ولسمشر پوتین باید دغه معامله ومني. " سفیر کیلي زیاته کړه چې جګړې ته ادامه ورکو، د روسیې په شمول، د هیڅ چا په ګټه نه ده.
هغه زیاته کړه: "تر اوسه هم په روسیې باندې د نورو بندیزونو په لګولو غور کیدای شي. ولسمشر ټرمپ د لومړیو څخه په دې تاکید کړی دی چې جګړه یوه ستراتیژیکه تیروتنه وه او باید هیڅ کله هم پيل شوي نه وای. د جګړې اوږدیدل د هیڅ چا په ګټه نه ده."
سفیر کیلي وویل: "موږ په دواړو روسیې او اوکراین باندې غږ کوو چې سولې ته د رسیدو لپاره دې سخته او تاریخي فیصله وکړي."