Accessibility links

Breaking News

د هندـارام سمندر په سیمه کې د امریکا اوږدمهاله موخه اقتصادي پیاوړتیا ده


ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوازې ځان د چین په اړه د امریکا له درېیو لسیزو څخه زیاتې ناسمې انګېرنې بېرته په شا تمبولي.

انګېرنې دا وې چې که د امریکا بازارونه چین ته پرانیستل شي، امریکايي سوداګر وهڅول شي چې په چین کې پانګونه وکړي او د امریکا تولید چین ته وسپارل شي، نو متحده ایالتونه به د چین د تش په نوم «د اصولو پر بنسټ نړیوال نظم» ته د ننوتلو لاره هواره کړي.

دا کار ونه شو. چین شتمن او پیاوړی شو، او خپل ځواک او خپله شتمني یې د خپلو ګټو لپاره وکاروله. له همدې امله ولسمشر ټرمپ په خپله تازه خپره شوې ملي امنیتي تګلاره کې، د چین او د هند–ارام سمندر (انډو–پاسیفیک) سیمې په اړه د عمل نوې لاره روښانه کړه.

د هند–ارام سمندر سیمه سر له اوسه د نړۍ نږدې نیمایي ناخالص کورني تولید یا (جي دي پي) سرچینه ګڼل کیږي. دا برخه به د ۲۱مې پېړۍ په اوږدو کې په یقیني ډول نوره لوړه شي. پدې معنی چې دغه سیمه لا همدا اوس، او هم به په راتلونکې پېړۍ کې، د اقتصادي او جیوپولیټیک سیالیو له مهمو ډګرونو څخه وي. ملي امنیتي تګلارې کې راغلي چې: «د دې لپاره چې موږ په کور دننه پرمختګ وکړو، باید هلته په بریالیتوب سره سیالي وکړو – او موږ همدا کار کوو.»

ولسمشر ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په سفرونو کې ستر تړونونه لاسلیک کړل، چې د سوداګرۍ، فرهنګي، ټکنالوژۍ او دفاع په برخو کې د امریکا پیاوړې اړیکې لا ژورې کوي، او د آزاد او پرانیستي هند–ارام سمندر پر وړاندې د امریکا ژمنتیا بیا تاییدوي.

امریکا لا هم سترې شتمنۍ لري، د نړۍ تر ټولو پیاوړی اقتصاد دی او پوځ، د نړۍ په کچه بې ساری نوښت، او «نرم ځواک»، او دا تاریخي سابقه لري چې خپلو متحدینو او شریکانو ته یې ګټه رسولې څو په بریالیتوب سره د سالمې سیالۍ توان ورکوي.

له ۱۹۷۹ کال راهیسې، کله چې چین خپل اقتصاد د نړۍ په لور بیرته پرانیست، د امریکا او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې په بنسټیز ډول نابرابرې وې او لا هم همداسې پاتې دي. هغه اړیکه چې د یوه سالم او شتمن اقتصاد او په نړۍ کې د یوه بیوزلي هیواد ترمنځ پیل شوې وه چې اوس د نږدې سیالانو ترمنځ اړیکې باندې بدله شوې ده.

چین د ۲۰۱۷ کال څځه د امریکا د ګمرکي تعرفو د پیل شوې تګلارې بدلون ته په دې توګه ځان عیار کړ چې د توکو په پرله پسې صادراتو یې خپل واک لا پیاوړی کړ، په ځانګړي ډول د نړۍ په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې چې پدې سره د اقتصادي ځواکمنتیا په سیالیو کی ور شامل شو.

د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ ټیټ عاید لرونکو هېوادونو ته د چین صادرات دوه چنده شول. متحده ایالتونه د مکسیکو په ګډون په منځګړو لسګونو نورو هېوادونو کې د چین له خوا جوړو شویو فابریکو څخه، ، په غیر مستقیم ډول چینايي توکي واردوي. نن ورځ ټیټ عاید لرونکو هېوادونو ته د چین د صادراتو نږدې څلور برابره هغه صادرات دي چې امریکا ته یې کوي.

کله چې ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې لومړی ځل واک ته ورسېد، امریکا ته د چین صادراتو د چین دکورنیو تولیداتو څلور سلنه جوړوله، خو وروسته دا کچه لږ تر لږه له دوو سلنو څخه لږ څه لوړه پاتې شوې. سره له دې، چین لا هم د نورو هېوادونو له لارې امریکا ته صادرات کوي.

د ملي امنیتي تګلارې له مخې: «له دې وروسته به امریکا له چین سره خپلې اقتصادي اړیکې بېرته متوازنې کړي، او د متقابل عمل او انصاف ته به لومړیتوب ورکړي، څو د امریکا اقتصادي خپلواکي بېرته ورغول شي.»

له چین سره سوداګري باید په غوره انډول کی وي او پر غیر حساسو برخو متمرکزه وي. که امریکا د ودې پر خپل بهیر پاتې شي، نو تمه ده چې په ۲۰۲۵ کال کې د اوسني ۳۰ ټریلیون ډالرو اقتصاد څخه به د ۲۰۳۰ لسیزې په ترڅ کې ۴۰ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي، چې دا به متحده ایالتونه د حسادت وړ دریځ ته لوړ کړي چې د نړۍ د مخکښ اقتصاد په توګه خپل مقام وساتي.

د چین او د هند ارام سمندر سیمې پر وړاندې د امریکا د تګلارې وروستۍ موخه دا ده چې د اوږدمهالې او تل پآتې اقتصادي ځواکمنتیا بنسټ کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG