په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیر مایک والتز د امنیت شورا غونډې ته وویل، متحده ایالتونه نیکولاس مادورو او د هغه نږدې کسان د وینزویلا د مشروع حکومت په توګه نه پېژني.
هغه وویل: «نیکولاس مادورو د امریکا له عدلي تعقیب څخه تښتېدلی کس دی او د دې لوس سولس په نوم د بهرنۍ ترهګرې ډلې یا کارتل مشر دی. په حقیقت کې، مادورو او د هغه رژیم په ټاکنو کې رایې غلا کړې دي، او نړیواله ټولنه د دې لپاره اسناد لري.»
سفیر والټز زیاته کړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ روښانه ویلي چې هغه به د متحده ایالتونو بشپړ ځواک وکاروي څو د مخدره توکو د قاچاق د ډلو او کارتلونو په وړاندې مقابله وکړي او هغوی له منځه یوسي، هغه کارتلونه چې له ډېرې مودې راهیسې په لوېدیځه نیمهکره کې د حساب ورکولو نه پرته فعالیت کوي.
هغه وویل: «په دې نیمهکره کې تر ټولو جدي ګواښ -د پولو هاخوا د ترهګرو او جنایي ډلو لخوا پیښیږي. دا کارتلونه د مافیا په څېر نه دي. دا کارتلونه ډېر پرمختللي، له تخنیکي پلوه پیاوړي او ښه تمویل شوي دي چې له کبله یې په سیمه کې د سختو ویجاړیو سبب ګرځي.»
د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د نړۍ د مخدره توکو د ۲۰۲۵ کال په راپور کې د لوېدیځې نیمهکرې تر ټولو مهمه د نشهیي توکو د قاچاق لاره وینزویلا بللې ده، هغه نشهیي مواد او نور غیرقانوني توکي چې متحده ایالتونو او په زیاته اندازه اروپا ته داخلیږي.
متحده ایالتونه به تر اعظمي کچې بندیزونه ولګوي او عملي به یې کړي، څو مادورو له هغو سرچینو بېبرخې کړي چې هغه یې د لوس سولس په نوم د کارتل د تمویل لپاره کاروي.
متحده ایالتونه دا ډله، د ترېن د اراګوا د ډلې تر څنګ، د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومولې ده. پدې کې د تېلو د خرڅلاو ګټې هم شاملې دي چې د دغو کارتلونو د تمویل لپاره کارول کېږي.
سفیر والټز وویل، حقیقت دا دی چې په هغو تیلو وړونکو کشتیو چې بندیز لګول شوی، د مادورو او د هغه د نامشروع رژیم لپاره د اقتصادي شریان اصلي کرښه ده. همدغه تیلو وړونکې کشتۍ چې پرې بندیزونه لګول شوي د دې لوس سولس د نشهیي-ترهګرې ډلې تمویل هم کوي.
سفیر والټز خبرداری ورکړ:
«نه یوازې دا چې د مادورو نامشروع رژیم په ښکاره ډول له ترهګرو او جنایي سازمانونو سره همکاري کوي او هغوی تمویلوي، بلکې ترهګرې ډلې لکه حزبالله، د ایران رژیم، او د ملیشې ډلو لکه د (ملي ازادۍ پوځ) او د (کولمبیا انقلابي وسلهوالو ځواکونو) جلا شوې ډلې هم خپل قلمرو ته وربولي څو په ازاده توګه هلته فعالیت وکړي.»
سربېره پر دې، د وینزویلا د تېلو د خرڅلاو وړتیا مادورو ته دا زمینه برابروي چې په درغلیو سره پر واک قبضه وساتي او د نشهیي توکو خپلې ترهګرې کړنې پر مخ یوسي.
سفیر والټز وویل:
«د وینزویلا خلک رښتیا هم د غوره راتلونکې مستحق دي. دا هغه خلک دي چې د مادورو تر سوسیالیستي دیکتاتورۍ لاندې یې سخت کړاوونه تېر کړي دي. د مادورو د نامشروع رژیم کړنې او پالیسۍ د نیمهکرې د سولې او ثبات، او همدارنګه د متحده ایالتونو لپاره، یو بېساری ګواښ رامنځته کوي.»
سفیر والټز وویل، پایله دا ده چې که هغه زموږ پر ودانیو او بنسټیزو تأسیساتو فزیکي بریدونه وي لکه څنګه چې موږ د سپټمبر په ۱۱مه تجربه کړل، او که ګډ یا هایبرډ بریدونه وي لکه هېواد ته د مجرمانو رالیږل او د وژونکو کیمیاوي موادو لیږد، متحده ایالتونه به د خپلې نیمهکرې، پولو او خلکو د ساتنې لپاره د خپل ټول توان څخه کار واخلي.