Accessibility links

Breaking News

زمونږ د خورا پایله لرونکو اړیکو مدیریت


د چین د خلکو جمهوریت ولسمشر شي جینپینګ
د چین د خلکو جمهوریت ولسمشر شي جینپینګ

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د چین په هکله وویل، "که د نړۍ لپاره د دوی لید واقعیا زموږ یا د ډیری نورو هیوادونو سره مطابقت ولري نو دا به یوه خبره وي. خو دوی مختلف لیدلوری لري، یو متفاوت لید لوری چې راتلونکي څه ډول بریښي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د امریکا او چین د اړیکو په هکله وویل: "د امریکا د خلکو او د نړۍ د ټولو خلکو له خوا ‍یوه تمه شته چې موږ به په نړۍ کې د تر ټولو پیچلو او پایله لرونکو اړیکو د مدیریت لپاره هر څه چې کولای شو ترسره کړو."

د بهرنیو چارو وزیر وویل، "دا پدې معنی دي چې خورا روښانه او په مؤثره توګه د هغو ساحو پلپاره ودریږو چې موږ پرې ژور اختلافونه لرو او کیدای شي نړۍ مختلفو اړخونو ته بوځي، او دا هغه څه دي چې موږ کړي دي. دا پدې معنی هم دي چې هڅه وکړو هر چیرې چې موږ کولی شو د همکارۍ ساحې ومومو: کومې چې زموږ د خلکو، د چینایانو او د نړۍ د خلکو په ګټه وي چې موږ سره همکاري وکړو".

هغه وويل، له چين سره د همکارۍ يوه هيله منه برخه د امريکا متحده ايالاتو ته د فينتانيل او نورو مصنوعي نشه يي توکو او د هغوی د مخکنيو ډولونو د جريان د مخنيوي هڅه ده.

"د نویو مقرراتو د تنظیمولو په شرایطو کې، د ځینو شرکتونو بندول شامل دي چې په غیرقانوني ډول د دې مخکینیو برخو څخه په انحراف کې ښکیل وو، د فينتانيل لپاره دا اجزاوې، د هغو کسانو محاکمه کول چې پدې عمل کې ښکیل دي، زموږ سره د یوې کاري ډلې رامینځته کول چې هڅه وکړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې موږ ورځ په ورځ په دې تمرکز وکړو چې دا کار کیږي او دا ښه دي. دا پرمختګ دی."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن ټینګار وکړ چې متحده ایالات همداشان د چین سره د سیالۍ او منازعې وړ ساحو په اړه څرګند هوډمن دي:

"د وخت په تیریدو سره، په راتلونکو لسیزو کې، دوی به یو مخکښ هیواد وي، په نړیوال سیسټم کې د نظامي، اقتصادي، ډپلوماسۍ له پلوه یو واکمن هیواد وي ... او که د نړۍ لپاره د دوی لیدلوری واقعا زموږ سره سمون ولري یا د ډیرو نورو هیوادونو سره سمون ولري، دا به یو شی وي. خو دوی یو بل ډول لیدلوری لري، یو مختلف لید چې هغه راتلونکې څنګه بریښي. او له همدې امله موږ موافق نه یو، او موږ به په کلکه سیالي وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې موږ هغه څوک یو چې په مؤثره توګه راتلونکي ته شکل ورکوو."

د چین د اوسنیو پالیسیو په منځ کې چې د ژورې اندیښنې لامل کیږي، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د چین د ډیر ظرفیت له امله رامینځته شوي اقتصادي ننګونې، په مهمو سکتورونو کې د بازارونو د سیلابي کولو هڅې، په غیر عادلانه توګه د سیالۍ له مینځه وړل شامل دي. هغه همداشان د روسیې په دفاعي صنعتي مرکز کې د بیجینګ د پانګونې له امله رامینځته شوي امنیتي ننګونې ته اشاره وکړه کوم چې پوتین ته اجازه ورکوي چې د اوکراین پروړاندې خپل تیري ته دوام ورکړي.

ښاغلي بلینکن وویل، اصلي خبره دا ده چې متحده ایالات باید چمتو وي چې له چین سره د خپلو اړیکو په هره برخه کې عمل وکړي، "مقابله، سیالي، همکاري."

XS
SM
MD
LG