ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال، د نړۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې "متحده ایالات د ټولو خلکو لپاره د لا خوندي، ډیرې سوکاله او ډیرې عادلانه نړۍ په لټه کې دي ځکه موږ پوهیږو چې زموږ راتلونکی سره یوځای تړلی ده". هغه ټینګار وکړ چې "هیڅ ملت نشي کولی د نن ورځې ننګونو سره په یوازې ځان مقابله وکړي."
"مونږ دا هم تائیدوو چې زمونږ د لسیزو پخوانیو بنسټونو او چلندونو نويو ننګونو په وړاندې د مقابلې لپاره هغه باید نوي شي ترڅو له نړۍ سره مطابقت وکړي. مونږ باید رهبري او وړتیا زیاته کړو چې په هر ځای کې شتون لري، په ځانګړې توګه له هغو سیمو څخه چې تل په بشپړه توګه نه دي مدغم شوي.
ولسمشر بایډن وویل: "مونږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ یې هرچیرې خلکو ته رسوو." هغه زیاته کړه، "تیر کال دې سازمان ته په خپله وینا کې، ما اعلان وکړ چې متحده ایالات به د امنیت شورا د پراخولو او د دایمي او غیر دایمي غړو د شمیر زیاتولو ملاتړ وکړي. متحده ایالاتو د ډیرو غړو هیوادونو سره جدي مشورې کړي. مونږ به د خپلې برخې پلي کولو ته دوام ورکړو چې د زیاتو اصلاحاتو هڅې ګړندۍ شي. ګډ ټکي ولټوو او په راتلونکي کال کې پرمختګ وکړو. مونږ باید د دې وړتیا ولرو چې هغه موانع ماتې کړو چې زیات وختونه د پرمختګ مخه نیس او په شورا کې د توافق مخه نیسي."
ولسمشر بایډن ټینګار وکړ: "ملګري ملتونه باید د سولې ساتلو، د شخړو مخنیوي او د بشري کړاوونو کمولو ته دوام ورکړي."
"زه د کینیا له ولسمشر روتو څخه مننه کوم. زه له هغه څخه مننه کوم چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د امنیت د ملاتړ د ماموریت د مشر هیواد په توګه خدمت کولو ته یې لیوالتیا ښودلې. زه په امنیت شورا غږ کوم چې اوس دې ماموریت ته اجازه ورکړي. د هایټي خلک نور ډیر انتظار نشي کولی."
ولسمشر بایډن وویل، متحده ایالات ددې چوکاټ اخوا پدې کار کوي چې نړیوال بنسټونه لکه نړیوال بانک ډیر ځواب ویونکي، اغیزمن او ټول شموله کړي:
"او دا ځکه چې څو اړخیز پراختیایي بانکونه په پرمختللو هیوادونو کې د عصري تحرک، شفافې او لوړ کیفیت پانګوونې لپاره زمونږ له غوره وسیلو څخه دي، د دې بنسټونو اصلاح کول لوبه بدلولای شي."
ولسمشر بایډن وویل "تاریخ به د عطف پدې پړاو کې، پر مونږ قضاوت وکړي چې ایا مونږ په خپلو ژمنو عمل کوو که نه... ټولو هغو کسانو ته چې دا نړۍ ورته په میراث پریږدو." هغه زیاته کړه، خو که مونږ په ځان باور ولرو او وښیو چې څه ممکن دي، مونږ کولی شو "دا کار په ګډه ترسره کړو" او "د هرچا لپاره پرمختګ وړاندې کړو."